کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لويديځوال، افغان دولت او مخالفين يي

لويديځوال، افغان دولت او مخالفين يي

د ډاکتر نجيب الله د دولت د نسکورېدو را وروسته د پلازمېنې کابل د نيولو لپاره د جهادي تنظيمونو ترمينځ سيالۍ اوج ته ورسېدې.د جبل السراج په ايتلاف کښي چې  له پښتنو پرته نورې ټولې نظامي او سياسي ډلې په کښي را ښکېل او غړيتوب يي درلود په افغانستان کښي د خونړي وضعيت نورهم سخت کړ،هغه داچې  ددغه ايتلاف غړي اول د يوه مخالف په مقابل کښي سره يو شول او بيا د يوبل په مقابل  کښي سره ودرېدل او ډېر ژر د وحدت د ګوند ډله د واک د وېش په سر ورڅخه ناراضه اويود بل په مقابل کښي ودرېدل. د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند لا دمخه د صبغت الله مجددي او را وروسته د برهان الدي رباني په مشرى د مجاهدينو د دولت نه په دې نا خوښ وه او د جنګ پلمه يي داوه چي دوى په کابل کښي د جنرال دوستم په مشرۍ د ګلم جم مليشې او نور کمونست جنرالان لکه اصف دلاور، نبي عظيمي، بابا جان او داسې نور چي د نظار د شورا سره يي ايتلاف کړى وه د کابل څخه دوتلو غوښتنه کوله. که هرڅومره ددې سيالو ډلو ترمينځ مينځګړيتوب وشو خو هيڅ ګټه يي ونه کړه او جنګ دوام پيداکړو،بله داچې دغه سيالې ډلې هيڅ کله يوه او بل ته وفاداره پاتې نه شوې او څو څو ځله دغه ايتلافونه او ټلوالې د يوه او بل په مقابل کښي يي خواوې سره بدلې را بدلې کړې. د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کښي هم د دغو سيالو ډلو د سيمه ايزو قوماندانانو ترمينځ جنګ جګړو دوام  وموند او يوازې يو څو ولايتونه په ګډ د جنوب خيتځو سيمو او جلال آباد ښار له دغو جګړو څخه په امن کښي و د هيواد په هر ګوټ کښي نارامي او ګډوډي وې او په هيواد کښي چور تالان،پاټک سالارې او داسې نور ظلمونه ترسره شول.يوازې په کابل کښي څه د پاسه ٦٠زره تنه بې ګناه کابل ښاريان شهيدان شول،کورونه يي ړنګ شول او اکثره ښاريان پاکستان ته کډوال شول. هغه ملت چي يو وخت د روسي اشغالګر په مقابل کښي يو لاس په يوه سنګر کښي ولاړ وه دداسې مشرانو په برخليک وواښت چي د ملت بېلابېلې پرګنې د يوه او بل په مقابل کښي ودرولې او د  واک جنګ يي  پېل کړو.

هر چا د بدلون او تحول خبرې کولې چي بالاخره د ١٩٩٤ ميلادي کال کښي د طالبانو غورځنګ د افغانستان په جنوب په کندهار کښي را څرګندشوه. د افغانستان نږدې ٩٠% خاوره يي ونيوله او تر شپږکلونو پورې په کابل حکومت وکړو،طالبانو هم په عام ولس سور اسمان راکوز کړو او د خلکو وهل ډبول يي پيل کړو.

د ٢٠٠١ ميلادي کال دسپټمبر د ١١ نېټې نه را په دېخوا سره له دې چي د نړۍد ځينو هېوادونو په سياستونو کښي توپير وليدل شو نو په همدې ډول سره د افغانستان د تت او خونړي سياست په لوبغاړيو په کورني او بهرني اړخونو کښي هم توپير رامينځ شو.هغه ډلې ټپلې چي لا پخوا د د ځينو ګاونډيو هېوادونو تر چتر لاندې وې اوس يي نېغ په نېغه د ناټو او امريکايي ځواکونو سره هم تړاو وموندلو.دوى  چي د امريکا د بي-٥٢ الوتکو په هوايي بريدونو په ملتيا چي دوى د ځمکني ځواکونو دنده ترسره کوله د طالبانو ٦ کلنه واکمني  پاى ته ورسوله په افغانستان باندې د ناټود څه دپاسه څلوېښت ورځې او شپې کلک هوايي بمبار طالبان مات کړل او په برلين کښي د شمال ټلوالې،پخواني پاچا،روم او پيښور بهيرونو په چټکۍ سر کيناستل او حامد کرزى يي د موقتې ادارې مشر وټاکه او د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر د ١١ د پېښو په ټس کښي افغانستان د جګړې ډګر وګرځيده.
.
د بن په تړون کښي چي کابل بې وسلې سيمه اعلان شوې وه خو ددغه تړون په خلاف د نظار شورا ډله دغه ښار ته داخله شوه او ټول دولتي تاسيسات يي ونيول او ترهر څه دمخه يي ژر ترژره درې مهم  وزارتونه لکه د کورنيو،بهرنيو او ددفاع وزارتونه يي جر کړل او خپلو نږدي ملګرو ته يي وروويشل.

د بن د تړون ترټولو ناکام اړخ دا وه چي دايو چټک او عجولانه ګام وه او بله داچې د جګړې اصلي اړخ طالبان او د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ورڅخه  ويستل شول او امريکا يوازې په هغو متحدينو حساب وکړو او په دولت کښي يي برخه ورکړه کوم چي د طالبانو پرخلاف يي د امريکايي يرغل سره مرسته وکړه. زه په دې نه پوهېږم چي حامد کرزې ولې کابل ته په يوه څادر او لنګۍ کې  راغى او هغه دولت چي دى يي د واک پرمهال د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وه  او دغه دنده يي په دې خاطر پرېښى وه چي ويل به يي زه په کورني جګړه کښي برخه نه اخلم خو زه نه پوهېږم چي اوسنى افغان دولت د چا سره جنګ کوي او په کوم منطق دې جنګ ته  دوام ورکول کېږي او ولې دواړو خواوو څخه هر ورځ په لس ګونو بې ګناه افغانان وژل کيږي،ددې جنګ ګټه دچا ده او ولې زمونږه افغانان ددې جګړې اصلي قربانيان دي؟
 

د تېرو شپږو کلونو  ناکام سياست:

ترټولو مهمه تېروتنه داوه چي د بن تړون او عجولانه ګام وه اويوازې په شمال ټلواله يي تکيه وکوله او د بن  په تړون کښي د کورنيو او يا ځينو بهرنيو اړخونو نور نړيوال دې ته ولسمول او  جګړې اصلي اړخونه يعنې طالبان او د حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب يي له دغه تړون څخه ويستل شول.

بله د کرزې تېروتنه دا وه چي په لوى لاس يي هغو جګړو مارو ته غوږ ونيو او د واک په سر ورسره سلا شو چي کلونه کلونه يي يو د بل په مقابل کښي جنګېدلي وه او د طالبان د را ټوکېدو يو اصلي لامل هم ددغومليشو،ډلګيو  او پاتې شونو هغه بې رحمه،ظلمونه او وحشتونه وه چي د ډاکتر نجيب الله د دولت د راپرزېدو څخه را وروسته يي ترسره کړي وه.که کرزي نړيوال په دې قانع کړي وي چي د افغانستان له لويو ښارونو څخه يي دغه جګړه مارې مليشې ويستې واى او ددې پرځاي د افغانستان له هرولايت څخه اربکې راغوښتي واى  او د پلازمينې په ګډون د هېواد پنځه نور لوى ښارونه يي ناپيلو ځواکونو ته سپارلي واى نو شايد د هېواد ستونزه دومره نه واى اوږدشوې ددې به دوه ګټه وي يو داچې دغو مليشو په ملت کښي ډېر بد نوم درلودو او يوازې د امريکار د ړوند سياست او هوايي بمبار په مرسته بېرته په خپلو پخوانيو ښارونو واکمن شول او بله ګټه به يي داوه هغه افغانان  او طالبان چي ددوى په مقابل کښي يي وسله پورته کړې وه نور به دوى ته د جنګ کولو پلمه نه وه پاتې شوه.

بله تېروتنه او د جنګ دوام بيا هم د نړيوالو ړوند او ناکام سياست وه هغه داچې هغه طالبان چي په کندز کښي د نړيوالو په مينځګړيتوب يي وسله جنرال دوستم ته وسپارله او جنرال دوستم دا نيول شوي طالبان په کانتينرونو کښي په مرميو غلبېل غلبېل کړل او څه د پاسه ٥٠٠٠ تنه يي په مظلومانه ډول سره ووژل دې کار  ددوى طالبانو انډيوالانو په زړونو کښي دکسات او غچ اخيستلو اوربل کړو او دغه جنګ دوام وکړو.

دا په داسې حال کښي وه چي حامد کرزې په اوله ورځ په کندهار کښي څه د پاسه ١٥٠٠ تنه په کندهار کښي بندې شوي کسان چي اکثره يي د شمال وه خوشي کړل خو په بدل کښي هغه کسان چي د طالبانو په نوم په شمال کښي نيول شوي وه په يوه بانه او بله بانه تردريو کلونو پورې په بند کښي وساتل شو او بيا په پاى کې  د پيسو په بدل کښي را ايله شول.

بل ناکام سياست ددغو جګړو مارو ډلو وحشت او جنګونو ته مشروعيت ورکول او په دې نوم امتيازات ورکول وه چي دا مسله ټولو ته ښکاره ده.

بله اشتباه په جنوب کښي د بريتانيي ځواکونو ځاى پرځاى کول وه. انګريزانو دلته درې ځله د افغانانوسره جنګونه کړي وه هغه همدا چې  د ميوند دښته په هغه وخت کې  د جګړې ډګر وه او دلته يي له افغانانو سره ټټر په ټټر جنګېدلي وه چي په پاى کښي انګرېزان له افغانستان او بيا له ټولې سيمې څخه وتلو ته اړشوۍ وه، دا مسله هم په افغانستان په ځانګړي ډول سره په جنوب کښي د جنګ د تشديد يو لامل شو.

د بن د تړون نه راوروسته ګټه هغه چا وکړه چي په درجنونو ګوندونه يي درلودل زه به يي يو مثال بيان کړم د وحد ت ګوند د مزاري د مرګ څخه را وروسته په څو ډلو ټپلو وويشل شو لکه د کاظمي ډله، د محقق ډله،د خليلي ډله اوهمداراز به د اصف محسني ډله .دا درې واړه ډلې چي ځينې يي په يوه ولسوالي کښي هم پوره نفوذ نه لري خو هريوه ته د بن د تړون  نه وروسته په ترتيب سره د سوداګري،پلان،ولس مشر مرستيال او د کرنې وزارتونه ورسېدل،چې دهمدې مصلحتونو له امله اوس هم دا ښاغلي په ځينو مهمو دندو پاتې دي.

لنډه داچې په دې کلونو کۍ د ملي يووالي د له مينځه تلو لپاره کارونه وشول او اوسنى دولت د قومونو رضايت او وحدت په د تېر دېرش کلن ناورين په تپل شوو مشرانو کښي لټوي او يوازې او يوازې يو او بل پلو يي بدلوي را بدلوي،وزارتونه ،رياستونه،ولايت څوکى او امنيه قومانداني څوکۍ،او بهرني سفارتونه  او داسې نور ميراثي شول اوقومي رنګ او شکل ورکول کېږي.

مطلبي او يرغل ګر ګاونډيان: افغان دولت  او نړيواله ټولنې په تېرو شپږو کلونو کښي يوازې په نظامي اړخ ټينګار کيدو او جګړۍ شاته  مسوليت يي يوازې يه يوه ګاونډي هېواد لګول کېدو خوپه دې کښي شک نشته زمونږ يو ګاونډى د تېرو دريو لسيزو د ناورين نه په ستره اندازه ګټه پورته کړيده او لاس وهنې يي بې شرمانه او د تېري تر حده پورې رسېدلي دي.

خوبل پلو ته يو بل ګاونډى په ډېرماهرانه ډول سره د خپلو داخلي ګمارول شويو لاس پوڅو په مرسته خپل کلتوري او سياسي يرغل ته دوام ورکړو او ددغه ناورين پايلې ډيرې خرابې او په سل ها وو ځله د نظامي يرغل څخه پورته دي نو بايد کرزى صيب دې ته کلکه پاملرنه وکړي.

د ايران د ظلم او ستم ډېر ښکاره مثال په تېر يخ ژمي کښي د زرهاوو مهاجرو افغانانو په زوره ايستل وه چي دغو مهاجرينو سره له دې چي د مهاجرت سندونه يي هم درلودل خو دوى يي د ټولونړيوالو نورمونو او د ګاونډي توب د اصولو پرخلاف د ايران څخه را وشړل،ايران په دې ډول سره غوښتل ترڅو  له دې څخه د يوې فشاري وسيلې په ډول په افغان دولت باندې خپل ناروا کلتوري او سياسي غوښتنې ومني او د افغانانو د مجبوريت نه په ګټه پورته کولو سره افغان دولت ته خپل زور په ډاګه کړي.

د ډيورنډ ها خوا ته وضعيت: په ټوليز ډول سره پښتانه په نړۍ کښي د ډيورنډ د ښامار په وسيله په دوو برخو ويشل شويدي او هغه برخه چي پاکستان ته  د انګريزانو له خوا په مېراث پاتې شوى بيا په خپل نوبت  سره په څلورو برخو چي يوه برخه يي په بلوچستان،بله برخه يي د قبايلو په نوم،دوه ولسوالي اټک او ميا والي په پنجاب او بله برخه  يي د سرحد د صوبې په نوم يادېږي. د پاکستان د پيد ايښت نه را په دېخوا پښتانه نه د سياسي واک ،کلتوري حقونو او نه د پېژندګلوي وړشول.تراوسه پوره يوازينى قوم چي په پاکستان کښي خپل هويت او پېژندګلوي نه لري هغه قوم يوازې او پوازي پښتانه دي.د قبايلو په سيمه کښي يوازې او يوازې د  استعمار نه راپاتې شويومېراثونوچې هغه يوازې او يوازې د ټو پک او کلاشينکوف کلتور دودول وه او په دې ډول د نالوستو ملکانو او ملايانو له خوا ددوى مشرتوب کول او د تش په نوم په کور دخپلواکي په نوم تېر اېستل دي.دغه سيمه يوازې او يوازې د وړيا برېښنا څخه برخمن دي او نور نه کوم روغتيايي،تعليمي،عام المنفعه  اوداسې نورو اسانتياو څخه په بشپړ ډول سره محروم او بې برخې دي.د ٢٠٠١ ميلادي کال نه را وروسته د پښتنو دغه سيمه يعني منځنۍ پښتونخو چي اوس د قبايلو يه نوم سره يادېږي  د جنګونو اوجګړو مرکز وګرځېدو او خداى خبر چي سيمه ايز او يا نړيوال ښکېلاک به دا سيمه د کوم هدف لپاره کاروي.

ددولت پخلا مخالفين: هغه د پښتو متل ده چي وايي مار ته په لستوڼي کښي ځاى مه ورکوه خو اوسني دولت په ګريوان کښي هم ماران ځوړند دي، ما ددولت څخه د باندې د مخالفينو اورېدلي وه خو دا مې نه وه اورېدلي چي هم غازې،هم شهيد او هم کامياب يعني په اوسني دولت کښي ځينې لوړپوړي چارواکي شته چي نيمه ورځ له کرزي صيب سره په ارګ کښي ناست وي او نيمه ورځ د پخلا مخالفينو په  ناستو کښي حاضر وي چي هم ورته ددولت پرېکړې رسوي او بيا ددغو دولتي پرېکړو د شنډولو په اړه پلانونه جوړوي.
 

د نړيوالو تېروتنې اوافغانستان يو ځل بيا د نړيوال سياست لوبغالى: داسې ويل کېږي چي افغانستان يو ځل بيا په يوه حايل دولت(Buffer state ) بدل شو د لوي لوبې(The Great Game ) کومه چي د ١٩ ميلادي پېړۍ په پېل کښي د هغه وخت لويه بريتانې او تزاري روسې ترمينځ او بل طرف ته د ايران ترمينځ شروع شوې وه هغه يو ځل بيا د راټوکېدو په حال کښي دي اوداځل يي بيا  لوبغالى افغانستان دى.
همداراز د پخواني شوروي اتحاد او د لويديځ د سياستونو لوبغالى هم افغانستان وه .
کله چي پخواني شوروي اتحاد ماته وکړه او شوروي سرې لښکرې د افغانستان څخه وتلو ته اړشوې،بدبختانه چي د ګاونډيو هېوادونو د مداخلې او د هغه وخت د افغاني سياسي او نظامي مشرانو د بې کفايتي او ناکام سياست له ا مله زمونږ هېواد په يوه خونړي سياسي او نظآمي ډګر بدل شو چي پايلې لاتر اوسه هم دوام لري.د شوروي اتحاد د ماتې څخه را وروسته د لويديځ  د مطلب اشنا سياست چي د شوروي اتحاد ماته وه نو خپله چاره يي وکړه او د هغه چا خبره:
د لېونۍ حاجت پوره شو:  په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه

نو امريکا او ټول لويديځ خپله ماره وکړه او افغانستان يي يوازې او بې برخليکه پرېښوده.

عام افغانان په دې نظر دي چي امريکا د منځني اسيا د ګازې او نفتي ذخېرو د لاندې کولو لپاره افغانستان ته راغلې ده او د ترهګرۍ په نوم جګړه يي هسې يوه بانه او د جګړې د دوام لامل دى ځکه له دې لارۍ لويديځ او په سر کښي امريکا غواړي چي ايران له ذروي وسلو را وګرځوي اود چين او روسيې د پراختيا او پرمختيا مخه هم ونيسي او همداراز د پاکستان په اټومي وسلو هم له نږدې څخه څار ولري.

خو که د امريکا هر ډول ګټې وي اصلي د جکړي قربانيان افغانان او په ځانګړي ډول سره پښتانه دي.

بې تصميمه او غير قاطع واکمني او يوازې د شخصيتونو بدلون رابدلون:
د افغانستان اوسنى دولت ترهرڅه دمخه يو د مصلحتونو،او معاملاتو يو ډک دولت دى.که کوم والي او يا قوماندان د خپه کېدو څرګندونه کول نو هغو لپاره نوي پوستونه جوړ او يا سلاکار وزيران وټاکل شول.که کوم والي او يا وزير غوښتل چي قانون واکمن کړي نو په هغه او دغه نوم ورته دسيسې او شوم پلانونه جوړشويدي. د مثال په ډول جمعه خان همدرد يو وخت د بغلان والي وه خو د شومو دسيسو د پلانونو ښکار شو او بېله دې چي ښاغلى ولس مشر پر دې پېښه چورت ووهي هغه يي جوزجان هغه هم يوه داسې ځاي ته واستاوه چي هغه دچا خبره: چي د باران نه تښتېدم د ناوې لاندې مې شپه شوه،په جمعه خان همدرد هم همدا کانه وشوه يو کال لا نه وه تېر شوى چي په جوزجان کې  د ورته دسيسو ښکار شو او داځل يي پکتيا ته واستولو او نور دې ورته خداى خير کړي. په دې مسله کښي بې له دې چي څېړنه وشي او اصلي لامل پېدا شي نور نو يوازې په ادلون بدلون بسنه کېږي.

له دې څخه دمخه په رڼاورځ حاجي عبدالقدير د ولس مشر مرستيال او هم د فوايد عامې وزير، د ټرانسپورټ او ملکي هواي الوتنو وزير ډاکتر عبدالرحمن په کابل هوايي ډګر کښي ووژل شو او همداراز د هرات د پخواني والي اسمعيل خان زوى ميرويس صادق چي د کرزي صيب په کابينه کښي وزير وه  او ددې ټولو تر نن پورې يي هيڅ وژونکى ونه ونيول شو او نه په ګوته شو.همداراز د هېواد په ګوټ ګوټ کښي په هغه او دغه نوم باندې په سل ګونو هېوادوال په هوايي بمبار،د سړک د غاړې ماينونو،ډزو او نورو چاودنو کښي شهيدان شول خو تراوسه پورې په دې لړۍ کښي هيڅ د پام وړ کمى نه دى راغلى او ورځ په ورځ دا حالات نور هم خرابېږي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کښي د ايتلافي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمينځ په زر ګونو بې ګناه او معصوم هېواد وال ووژل شو او لا اوس هم وژل کېږي.ددولت له خوا دايتلافي ځواکونود بمبار د پېښو د څېړلو په موخه په لس ګونو کميسونونه ټآکل شوى  خو دکميسونونو  د کار هيڅ پايله نه ده څرګنده شوى او ايتلافي ځواکونو يوازې د بښنې په غوښتلو سره ځان خلاص کړيده.

په دې وروستو کښي دا طلاعاتو او کلتور وزير غوښتل چي د اساسي قانون يوه برخه چي د ملي مصطلحاتو پلې کول وه عملي کړي خو نوموړى په لوى لاس د مقننه ارګان له خوا په دې استجواب کېږي چي ولې يي د اساسي قانون پرځاى ددغو وکيلانو د خوښې قانون نه دى پلې کړى او دې ته ځينې متعصبه کړۍ خبره تردې رسوي چي اساسي قانون کښي د تحريف او ټګى برګى خبره کوي او د خلکو اذهان مغشوشوي او اساسي قانون،قانونوالى ترپوښتنې لاندې راولي.

بل پلو ته په ځينو ولايتونو په ځانګړي ډول سره په هرات کښي د  هرات د چارواکو له خوا په لوى لاس يو داسې شوم پلان اودسيسه روانه ده چي پاپلې به يي يو څو کلونه وروسته جوتي شي. خو په دې هلکه هيڅ ګام نه پورته کيږي چي څرګند مثال يي د سني او شيعه په نوم تفرقه او اختلافاتو ته لمن وهل وه.
 

له خپلو مشرانو څخه د پښتنو ګيلې مانې: لکه څنګه چي لويديځ او په سر کښي امريکا په نظامي حل باندې ټينګار کوي نوولې د کرزې صيب  دولت او په ځانګړي ډول سره د پښتنو هغو مشران چي په دولت کښي ونډه لري ولې تراوسه پورې دې نړيوالې ټولنې ته په دې اړه قناعت نه دى ورکړى چي نظامي لاره د حل لاره  نه ده او په افغانانو باندې يو شى په زوره منل داسې دي لکه چي په تېږه کښي چي ميخ ټک وهي  يعني دا نا شونى کاردى.

ولې تراوسه پورې د پښتنو په سيمه کښي جنګ دوام لري شايد هغه کسان چي د افغانستان له تېر ٣٠ کلن ناروين او د افغانستان له  اقتصادي او ټولنيز جوړښت سره نا اشنا وي شايد وواى دا ځکه چي دا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ده او طالبان اکثره پښتانه دي او مقاومت د پښتنو په سيمو کښي روان دى،زما پوښتنه داده چي د کرزي د دولت په مخالفينو سره خبرې اترې ناشونى کار دي او يا دا چي د کرزي په دولت او ځينې مغرض هيوادونه نه غواړي چي دا مسله حل او هواره شي ايا دا جنګ به ترڅو روان وي ،د کرزي او  دده د وسله والو مخالفينو مسوليت په دې اړه څه دى؟

ولې جګړه يوازې په پښتنو تپل شوېده او ښوونځي وکلينکونه،پلونه ،سړکونه اوداسې نور عام المنفعه ځايونه ورانېږي او له مينځه ځي او ددغه قوم سياسي پېژندګلوي او هويت په دنيا کښي ځينو کورنيو او بهرنيو مغرضو کړيو په لوى لاس دروند تاوان اړولى ده.

ولې يوازې زما په سيمه کښي ښوونځي سوزول کېږئ او عام المنفعه ودانۍ له مينځه وړل کيږي؟ددې تر شا د چا لاس کېداى شي،او دا دچا دسيسه او توطيه ده؟دا ټولې پوښتنې ځواب غواړي خو ځواب يي يوازې او يوازې بايد پښتانه مشران ورکړي او ددې ټولو کارونو ترسره کونکي  پېدا کړي او د قانونو منګولو ته يي وسپاري او هم يي افغانانو ته څرګند کړي چي ددې ټولو کارونو موخه څه ده او دا ټول ولې ترسره کېږئ؟

په دې برخه کښي ځينې هغه خواخوږي او دردېدلي افغانان چي د اوسني حالت څخه کړېږي هم رامخ ته شي او په دې لاره کښي وړ او بريالي ګامونه پورته او دغې اوسني ناورين ته د پاى ټکى کېږدي.

اصلي ستونزه:
ددې ټولو مسايلو اصلي ستونزه د هېواد د ډيره کي پښتنو د سياسي او مذهبي واحد مشرتابه نشتوالى ده ترڅو دغه ټوکړه توکړه قوم سره راټول کړي،دا ستونزه د ډيورڼد د کرښې دواړو خواته څرګنده ده چي دواړو خواوو ته ولسونه له دغه نعمت څخه محروم او بې برخې دي.

بلي اصلي ستونزه بيا هم د کرښې دواړو خواوو ته د پښتنو د سياسي،کلتوري او ژبني حقونو سره ظلم او تېرى چي په دې کښي لوى مسوليت په خپله د پښتنو بې پروايي او د خپلې ژبني،کلتوري او سياسي حقونو سره د غفلت دى.
زما په نظر بله اساسي ستونزه د پښتنو په اړه  د نړيوالو غلط تعبير، غلط او ناسم معلومات او هم د پښتنو په اړه غلط پروپاګنددى  چي دې کار ته د سيمې ځينې هيوادونه او ځينې نړيوال په لوى لاس لمن وهي او غه اوسني وضعيت دوام غواړي.

لنډه داچې نړيوال د يو ډول بې تحقيقه قضاوت په لاره درومي يعني  نړيوالو ړنده پاليسي، ړانده ګامونه په ځانګړي ډول سره نظامي ګامونه  دي چي تراوسه يي په دې لاره کښي پورته کړيدي او دغه سيمه او منطقه يي ناامنه کړيده..
د سيمې او افغانستان  په اړه بايد  د نړيوالو او د سيمې د هېوادونو اوسنۍ نظامي،سياسي او هر ډول پاليسي کښي بدلون راوستل شي او دغه تېره شپږ کلنه پاليسي بايد بيا له سره وکتل او وارزول شي.
 

د راتلونکي لپاره وړانديزونه:

په سياسي او نظامي ډګر کې:بې له کوم ځنډ څخه بايد د کرزي دولت د وسله والو مخالفينو سره خبرې پيل  کړي او دې ته نړيوال وهڅوي  او هم ځينې هغه مغرض خلک  چي دا بانه کوي او په ډير جرات سره دا وايي چي هغه او يا دغه کس د افغانستان په راتلونکي سياست کښي ځاى نه لري(مطلب يي هغه ټول سياسي او نطامي شخصيتونه دي چي په يوه او بل ډول سره کرزي د اوسني دولت نه ناراضه دي )،نو کرزي صيب بايد په دې اړه خپل مسوليت ترسره کړي او د راتلونکي تاريخي مسوليت او ملامتيا څخه ځان وژغوري. 

په دې اړه بايد نړيوالو ښکېلو ځواکونو او هېوادونو ته قناعت ورکول شي او د افغانستان د سياست ،مکلفيت او په دې اړه مسوليتونه ورته په ګوته شي،زما په اند دبهرنيو ځواکونو قتاعت د کرزې صيب په وس پوره کار دى او کولاى شي چي هر بهرني هېواد ته په شمول د امريکا قناعت ورکړي.

دواړو خواوو ته هم د کرزي دولت،نړيوال ځواکونه او هم وسله واله مخالفين جګړه ودروي او په دې اړه خبرې اترې پېل شي.

په تعليمي ډګر کې: هغه سيمې چي همدا اوس جګړه په کښي روانه ده هلته بايد په جنګ کښي ښکېل دواړه اړخونه خپل مسوليت وپېژني او ددغو ځايي خلکو د لس يا پنځلس کاله راتلونکي ژوند په هکله وړاند وينه وکړي چي ددوى ژوند به له کوم ناورين سره مخ وي. ايا ددغو سيمو خلک چي نه ښوونځى ،روغتون،سړک او نه کوم بل د عام المنفعه کار په کښي شوى ده او يوازې ديوه مړۍ ډوډۍ لپاره دغه خلک شپه او ورځ کار کوي او ددنيا نور ټولې اسانتياوې هغه که ښوونه او روزنه،روغتيا،نور پرمختييا يي کارونو څخه بې برخې او محروم دي. نو په دې اړه بايد دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته بايد دغو سيمو ته ځانګړي استنثنايي بوديجه منظور کړي او هلته درالعلوم، دارالمعليمن، پوهنتونونه،نور کمپوټري ټيکنالوژي ادارې،ليليه لرونکي ښوونځي او ليسې ، مدرسې او داسې نور روزه نيز مرکزونه البته د ولسواليو او ولايتونو په مرکزونو  او داسې نورو ځايونو کښي جوړ او په کار واچوي ترڅو جګړه ددغو خلکو د وروسته والي لامل نه شي او له نورو هېوادوالو سره انډوليز ډول سره وړاندې ولاړ شي.

البته په دې لاره کښي کلک،هوډ من  او زړه ورو ګامونو اخېستلو ته اړتيا لېدل کېږي. په دې لاره کښي ټول مشران،علما،د ولسي او مشرانو جرګو غړي،واليان،روڼ اندي او نور خواخوږي خپل مسوليت ترسره کړي. همداراز د نجونو د زده کوې لپاره هم بايد د هغوى ميندو او پلرونو،قومي مشرانو او علماي کراموسره د سلااو مشورې او پوهاوي لپاره ډلې ولېږل شي او دا پروسه بايد په پرله پسې ډول ترسره شي او په دې لاره کښي پراته خنډونه وڅېړل   او هوار شي.

په روغتيايي ډګر کې: دولت او نړيواله ټولنه بايد دغو سيمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او نږدې په هر ولسوالي  او ولايتي مرکزونو،سرحدي سيمو لکه تورخم،چمن،ببرک ځدراڼ تاڼۀ، او داسې نورو سيمو کښي داسې نور عامه روغتيايي مرکزنه،روغتونونه،عاجل خدمتونو روغتايي مرکزونه،زېږنتونونه او داسې نور د عامه پوهاوي مرکزونه  جوړ کړي.

سوداګري او فوايد عامه ډګر کې: په دغو سيمو کښي بايد سوداګريز فعاليتونو ته شرايظ برابر شي په ځانګړي ډول سره د ډيورنډ دکرښو دواړو خواوو ته بايد دا مرکزونه جوړ شي.په دغو سيمو کښي بايد  د ولايتونو،ولسواليو او کليو ترمينځ سړکونه جوړشي.  غرونه بايد سمسور او زرغون شي دا به له يو اړخه خلکو ته کار او بار پېدا کړي او له بل اړخه به ددغو سيمو په راتلونکي ښه اغېز ولري.

مثلا د هېواد په جنوب ختيځ ولايتونو اکثره ځوانان د خليج په هېوادونوکې کاراو بار لري او ددوى يوه غوښتنه داده ترڅو مرکزي دولت دوى ته په خوست کښي يو هوايي ډګر جوړ کړي ترڅو دا خلک د نورو هيوادونو د پوليسانو د ځورولو څخه خلاص شي ددوى پانګه به هم د هېواد داخل ته راشي او هم به په اسانۍ سره په خپلو کورنو کښي کوز شي. 

ځوانانو ته سالمه بوختيا: ځوانان په ټولنه کښي ستر ارزښت او رول ترسره کوي.هغه ځوانان چي وزګار دي بايد په کاروګمارل شي او هم دې ملي اردو اوملي څارندوى ته را جذب شي خو ددې ترمخه بايد دغو ځوانانو ته قناعت ورکول شي او دا ځوانان د تش په نوم د ترهګري قرباني نه شي او دواړو خواوو ته افغانان په دغه ناورين کښي وژل کيږي،يعنې کله چي له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې او جوړجاړى وشي نو دا ځوانان به په اسانۍ سره د دولت له ليکو سره يوځاى کېداى شي.

البته دا استثنايي حالات دي او د هېواد نورقومونه بايد په دې برخه کښي دا ستثنايي مرستې ومني او د پښتنو په سيمه کښي دا ناورين خپل ناورين وګڼي او دې ستونزۍ ته په ګټه سره اوږه ورکړي او دا غميزه هواره کړي.

تل پاته ناځوابه يوښتنې: اوس مهال د اکثره افغانانو په ځانګړي ډول سره د پښتنو په ذهن کښي دا پوښتنه ده چي مونږه ولې وژل کېږو، او د چا په مقابل کښي جنګېږو؟ په کوم منطق او دليل جنګ وکړواو ولې د اجنګ دوام لري؟دې جنګ ته ددوام لمن څوک  وهي؟

ولې د کرزي صيب د انتخابيدو را وروسته دې حالت دوام وکړو او دکرزې صيب هغه ژمنې چي ويل به يي که زه منتخب ولس مشر شوم نو هر څه به ګل او ګلزار کړم؟ او ويل به يي چي اوس مې لاس بې ځايه  مصلحتونونيولى ده؟ايا د کرزي صيب هغه وعدې څۀ شوې او ولې عملي نه شوې؟ايا کرزي صيب د ملي سياسي واکمني په ټاکلو کښي څومره خپلواک لاس لري؟ که په ريښتني ډول سره خپلواک لاس لري نو ولې دا اوسنۍ شخړې ته يوه ملي او افغاني حل لاره نه لټوي؟

اخر دا اوسنى جنګ به ترکومه دوام ولري؟ايا دا اوسنى افغاني کړکېچ پاى لري؟ که پاى لري نو ولى عملي کار او ګامونه نه ترسره کېږي؟

ايا جنګ د حل لاره ده که وي نو دا ديرش کاله جنګ ولي نتيجه ورنه کړه دا پوښتنه بايد د کرزي د دولت مخالفين له خپل ځان څخه وکړي او حل لاره ورته پيدا کړي.

ترټولو ستره ملامتيا چي په دواړو اړخونو د جنګ پورې تړاو لري هغه د پټ لاسونه او پټ دښمناند ي چي په سل ګونو ښوونځي او عامه المنفعه ځايونه يي را ړنګ او و سوځول او لااوس هم دوام لري،دا کسان څوک دي او ولې د افغانانو او په ځانګړي ډول سره د پښتنو نوم او نښان ته تاوان رسوي او د علم او پوهې مخه مو نيسي ددې کړنو شاته د چا لاس دى ددې ځواب بايد پيدا شي. ددې ټولو مسوليت د جنګ په دواړو مشرتابه لوريو او هم په هغو افغانانو پورې تړاو لري چي د راتلونکي فکر او سوچ يي په ذهن کښي وي او د ملتونو او قومونو غم او درد ورسره وي.

پای