ايران وايي، چي يوه امريکايي بي پيلوټه الوتکه ئې راغورځولې ده.
د ايران د سپاه پاسداران يو چارواکي وويل، چي نن پنجشنبه ئې د امريکا جاسوسي الوتکه چي د ايران هوايي حريم ته ور اوښتې وه ويشتلې ده.
د ايران رسمي ټلويزون وايي، چي دا الوتکه د دغه هيواد په جنوب کي د هرمزګان سيمه کي را اچول سوې ده.
خو د امريکا د پوځ يو وياند وايي، چي په سيمه کي هيڅ داسي پېښه نه ده سوې او نه هم امريکايي الوتکه د ايران حريم ته ننوتلې ده.
له دې وړاندي امريکايي چارواکو ويلي وه، چي ايران د يوې امريکايي الوتکي د ويشتلو هڅه کړې وه.
د ايران او امريکا ترمنځ اړيکي ورځ تربلي ترېنګلي کېږي او ددې وېره سته چي دغه دوه هيوادونه به په جګړه کي سره ښکېل سي.