کور / راپور / پر پوځ نيوکه کونکی بلاکګر محمد بلال د آی ايس آی له خوا ووژل سو

پر پوځ نيوکه کونکی بلاکګر محمد بلال د آی ايس آی له خوا ووژل سو

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي يو مشهور بلاکګر او ليکوال بلال د پوځ لخوا په مرموز  ډول وژل سوی دی.

دوه ويشت کلن بلال په عمومي توګه د پاکستان پر پوځ او استخباراتو نيوکي کولې او په دغه هيواد کي ئې د شعيه او سني د ګډ ژوند کولو ته خلګ هڅول.

نوموړي پر خواله رسنيو د فرقه پرستۍ پرضد هم ليکني کولې او خلګ ئې زغم او د يو بل منلو ته هم رابلل.

پر ټويټر ۱۶۰۰۰، يوټيوب چېنل ۴۸۰۰۰ او پر فېسبوک تر ۲۲۰۰۰ زیاتو کسانو د هغه پاڼې خوښې کړي دي.

په دې وروستيو کي هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې پر نوي ګومارل سوي مشر چي يو سختدريځی دی هم نيوکي کړي وې.

ارواښاد بلال تېره ورځ په اسلام اباد کي د استخباراتي کړيو لخوا په چړو ووهل سو او ووژل سو.