د برتانيې لومړۍ وزيري تريزامي تېره ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدني وروسته د ۱۷۰ مليونه پونډه مرستي ژمنه وکړه.
افغان ولسمشر د برتانيا د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وکتل او د افغان سولي په تړاو ئې خبري اتري ورسره وکړې.
تمه ده چي ولسمشر غني به لس ورځي وروسته پاکستان ته هم ځي .
شنونکي وايي، چي پر پاکستان د برتانيې د نفوذ لرلو له امله به ولسمشر غني په لندن کي د دغه هيواد له چارواکو وغواړي چي پاکستان دې ته چمتو کړي ترڅو په افغان سوله کي صادقانه عمل وکړي.
د مرستو په تړاو ددغه د بریتانیا د نړیوالي پراختیا وزیر روري سټیوارټ په لندن کي وویل، په افغانستان کي بشري مرستو ته ډېره اړتیا سته.
ده زیاته کړه: “جګړې او سختي وچکالۍ په میلیونونو افغانان له لوږې سره مخامخ کړي او دوی سختې طبي مرستې ته اړتیا لري، له همدې کبله بریتانیا د خوراکي موادو، اوبو او د پولیو د واکسین په شمول ابتدايي طبي مرستې برابروي.”
ولسمشر غني به د کرکيټ د نړيوالو سياليو په لړ کي نن د افغانستان او انګلنډ ترمنځ لوبه له نژدې هم وګوري.