لیکنه: ضیأ وصیل
څلور لسیزې کېږي،چې افغانستان د پردیو د ګټو د جګړې په اور کې سوځي،خو زموږ سیاستوال او چارواکي ندي توانېدلي،چې د سولې لپاره یوه اغېزمنه طرحه وړاندې کړي.
دلته څو عوامل مهم او دخیل بللی شو:
لومړی؛ هماغسې،چې تل ویل کېږي، امریکا او د جګړې نورو ذینفعو هېوادونه افغان حکومت ته لازم فرصت او واک نه ورکوي،چې د سولې په اړه په خلاص مټ مخ پر وړاندې لاړ شي او د سولې خبرې چټکې کړي؛څو د جګړې دوه افغان لوري یوې ممکنه حل لارې او جوړجاړي ته سره ورسېږي.
دویم؛ په حکومت کې دا ظرفیت نشته،چې د سولې لپاره ښه طرحه وړاندې کړي؛ ښه مثال یې د افغانستان د سولې په اړه په قطر کې یوې کېدونکي غونډې ته د ۲۴۰ کسیز پلاوي نوملړ لېږل و.
دریم؛ حکومت ظرفیت لري،خو د خلکو د پام ور اړولو، له عامه افکارو سره لوبې او سیاسي او ممکن ټاکنیز مانور کوي،چې خلکو ته وښيي تاسې پر موږ حساب کولی شئ او له دې لارې له خلکو وغواړي یا خلک اړ کړي،چې رایه موږ ته راکړئ،ځکه موږ ستاسو لپاره کار کوو.
څلورم؛ د حکومتي چارواکو خپلمنځي اختلافات د دې لامل شوي،چې حکومت و نشي کولای د خلکو هیلې ته،چې سوله ده سمه رسیدګي وکړي.
د اجراییه رییس د همېشنیو مخالفتونو په لړ کې به تاسو هرومرو د ده نوې پلمه او خندوونکې خبره اورېدلې وي،چې تېره ورځ یې وویل
یو کس د افغانستان د سولې اتل نه شي کېدای؛ که د طالب زندانيانو خوشې کول د ټاکنیز کمپاین یوه برخه شي، نو دغه ډول اقدامات به د سولې بهير ته زيان واړوي.
هماغسې،چې عبدالله عبدالله په خپله یې ویلې و،چې وسله وال طالبان د سولې د خبرو پروړاندې اصلي خنډ دي د نومړي له دغه ډول څرګندونو له ورایه داسې ښکاري،چې دی او ډله یې د سولې تر ټولو اصلي خنډ دي.
د سولې په برخه کې له ټولو لوړو ژورو او د سولې عالي شورا د ونډې او رول د څرنګوالي موضوع سره سره؛ اوس حکومت په پام کې لري،چې د سولې په برخه کې د دولت وزیر څوکۍ یا د سولې د وزارت رامنځته کړي.
اوس پوښتنه دا ده،چې کله د سولې عالي شورا،په شان د لوی تشکیل درلودونکي بنسټ،چې په بېلابېلو ولایتونو کې استازولۍ لري ونشو کړای د سولې په برخه کې د پام وړ کار وکړي او له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تړون په اړه د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم وویل،چې د سولې عالي شورا یې د سولې پروسې ته ورګډېدو کې هېڅ ونډه نه لرله،نو داسې یو وزارت به،چې احتمالي مشر یې هم د ډېر نفوذ خاوند ندی د سولې په برخه کې به د پام وړ او اغېزناک رول ولوبولی شي؟
د ښاغلي عبدالسلام رحيمي په اړه تر کوم ځایه زه یې له نږدې پېژنم؛دومره باید ووایم،چې په مدیریت/منجمنټ او پروژو په راجلبولو کې ښه هنر او استعداد لري،خو بله پوښتنه دا ده،چې د هغې ډلې په را نرمولو کې به څومره له هنره کار واخیستلی شي،چې له اتلسو کلونو راپدېخوا غیر له جګړې نور څه په سختۍ په رسمیت پېژني؟
د سولې عالي شورا سره،چې د امریکا،بریټانیا او ځینو نورو هېوادونو مالي ملاتړ یې له ځانه سره لاره؛ د پام وړ څه او هغه څه،چې د افغان دردېدلې ولس او تمه وه و نشو کړای؛آیا د سولې وزارت به یې شل کړي؟
په افغانانو کې یوه اصطلاح یا متل معمول دی،چی وايي “هرکه نان دهد،فرمان دهد،نو سولې نوی وزارت به په کوم معیار کار کوي؟
آیا فعالیت به یې د یادې اصطلاح پر بنسټ وي که مرسته به د بل چا وي،خو کار په افغانانو ته کوي؟
که،څه هم د سولې عالي شورا تجربې ته په کتو؛ سر اوسه محسوسه ده،چې دغه ډول بنسټونه به چندانې د خوند کار و نکړي،چې خلک زړه ورته ښه کړي،خو وګورو چې پایله به یې څه راوځي.
د پای خبره دا،چې که احیاناً حکومت فکر کوي،چې خلک ویده دي او د دوی کړنې نه څاري نو دا خیال دې له سره وباسي او د خلکو له احساساتو سره دې لوبې نه کوي.
هغه کسان دې په واضحو ټکو خلکو ته ور وپېژني،چې په رښتیني معنا د سولې په لار کې خنډ دې.
د هغو خکومتي کسانو مخه دې ونیسي،چې د خلکو اذهان په یو او بله اړوي.
او د سولې لپاره دې پر احساساتو او کمپاینونو ولاړه طرحه نه بلکې عملي طرحه وړاندې کړي.