له لرغوني غزني څخه د مرڅلې مجلې اتمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د ځوان ليکوال او ژورناليست محمداشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتلې ده.
د يادولو وړ ده چې مرڅله تر دې وړاندې په اتو مخونو کې د يوې جريدې په بڼه خپرېدله، خو په غزني کې د مېشتو فرهنګيانو په غوښتنه او همکاري اوس دادى د مجلې په بڼه درنو لوستونکو او مينه والو ته وړاندي کېږي.
د مرڅلې مينه وال او لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي.
په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ!
ګرځنده:0776420594. 0707672277
برېښناليک: