کور / #PTM / وزيرستان ګرځبنديز: بشري ناورين رامنځ ته کېدونکی دی، ۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

وزيرستان ګرځبنديز: بشري ناورين رامنځ ته کېدونکی دی، ۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کي د ګرځبنديز له امله خلګ په سختو ستونزو کي راګير دي او دلته د خوراکي توکو د کمښت سره خلګ لاس وګرېوان دي.

راپورونه وايي، چي د ګرځبنديز د لګېدلو سره دلته خوراکي توکي کم سوي، ناروغان په کورونو کي ايسار پاتي دي او هم د ماشومانو د تلفېدو وېره سته.

تېره ورځ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د ګرځبنديز او خوراکي توکو د کمښت له امله دوه ماشومان شهيدان سوي دي.

پاکستاني پوځ له شاوخوا ۱۲ ورځو راهيسي په سيمه کي ګرځبنديز لګولی دی او خلګ نه پرېږدي چي له کورونو بهر سي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په همدې خړ کمر کي پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان بريد وکړ چي په ډزو سره ئې ددغه غورځنګ ۱۴ تنه شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

دا پېښه په پراخه کچه وغندل سوه ، په پښتني سيمو کي د پاکستاني پوځ د وحشت پرضد اود دغه پېښي د څېړلو لپاره لاريونونه شروع سول.

اوس په سيمه کي پوځ د لاريونونو او غونډو د مخنيوي په خاطر ګرځبنديز لګولی دی چي په دې سره د خلګ د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي .

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي که ددوی غم ونه خوړل سي او د ترهګر پوځ لخوا ګرځبنديز همداسي دوام پيدا کړي نو دلته به يو بشري ناورين رامنځ ته سي.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي:

“په شنه خوړه او خړ کمر کي اوس هم کرفیو ده. ملګري ملتونه دي په سيمه کي د خوراک د کمښت خبر واخلي.  د پوځ لخوا پر ځايي خلګو فشار دی چي د علي وزير او محسن داوړ پرضد ويډيوبيان ورکړي. کرفيو او د چيکونو ودرول دوی ته سزا ورکول کيږي”.

https://twitter.com/manzoorpashteen/status/1139826087482011648

د پيپلز ګوند مشر فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

“اول ۱۳ کسان په مخامخ ډزو کي ووژل سول، اوس د ګرځبنديز او لوږې د لارې خلک وژني”.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټر سردار بابک ويلي،

“د سپريم کورټ څخه دا غوښتنه کوو چي په سيمه کي د لوږي څخه د خلګو د مړيني راپور بايد واخلي”.

د شمالي وزيرستان د خړ کمر سيمي اوسېدونکي وايي، چي د پاکستاني پوځ لخوا ګرځبنديز  لګيدلو وروسته ئې ژوند د سختو ستونزو سره مخ دی.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي دلته پر ګرځېدو بنديز لګېدلی دی، خلګ  له کوره بهر نه سي وتلای او د پوځ لخوا پر کورونو چاپې هم وهل کېږي.

خلګ وايي، چي نور نو د لوږي سره مخ سوي دي او که څه موده نور هم د ترهګر پوځ لخوا کرفيو يا ګرځبنديز دوام پيدا کړي نو د بشري ناورين سره به مخ سي.

په شمالي وزيرستان کي پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ د بريد وروسته اوس په سیمه کي پاکستاني پوځيانو ګرځبنديز لګولی دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي له کور څخه بهر ولاړ سي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ پر کورونو چاپې وهي، ځوانان او هغه ژوبل کسان له کورونو څخه باسي چي په خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا په ګوليو ويشتل سوي وه.

سيميه ايز خلګ وايي، چي د خوړو د کمبود سره مخ سوي دي او که چيري دا ګرځبنديز څو ورځي نور هم دوام وکړي، نو خلګ به له لوږي مړه سي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او د موبايل پر خدماتو هم بنديز لګولی دی، خو ځيني کسان د غرونو له لاري خوندي سيمو ته رسېدلي دي، ترڅو د وزيرستان د خلګو حالت د ميډيا پر مخ بيان کړي.

د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي پوج د خلګو پر کورونو چاپې وهي، خلګ د ځان سره بياي او د کورونو پرده ئې ورماتوي.

پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه په سيمه کي کرپيو ولګول چي د خړ کمر څخه تېرېدونکي د پي ټي ايم پر کاروان ئې ډزي وکړې او ۱۳تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

د يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او موبايل بنديزونه لګولي دي او خلګ نه پرېږدي چي سيمي ته تګ راتګ وکړي.