د روان کال د مارچ په مياشت کي د نيوزلنډ پر دوو جوماتونو يو کس بريد وکړ چي شاوخوا ۵۱ مسلمانان ئې ووژل او تر ۸۰ زيات کسان ئې ژوبل کړل.
دغه ۲۸ کلن کس چي اصلي د اسټراليا دی برينټن ټيرنټ نومېږي او د بريد پر مهال ئې په ژوندی بڼه د فيسبوک له لاري وېډيو خپرول.
ددغه پېښې نه سمدستي وروسته پولیسو برینټن ټیرنټ نیولی ؤ اؤ په هغه یې د روان کال داپریل په میاشت کيد۵۱کسانو د وژنې،د۴۰ د وژنې دهڅې اؤ دترهګرۍ موقعه سوره کړې وه.
په برنټن ټیرنټ د محکمې له لوري دتورونو لګول کیدلو وروسته محکمې دهغه د دماغو دمعائنې امر هم کړی ؤترڅو معلومه کړل سي هغه په ځان د لګیدلو تورونو دفاع ته په ذهني توګه چمتو دی که نه؟
کله چي دمحکمې په امر د نوموړي تن دماغي معائنه وکړل سوه نو تیره میاشت ډاکټرانو محکمې ته ویلي وؤ چيبرینټن ټیرټ په ذهني توګه بیخي فعال دی او کولای سي په ځان لګیدلو تورونو ته محکمه کي ځواب ووایي.
دا په نيوزلنډ کي ترټولو خونړۍ پېښه وه، چي په نړيواله کچه وغندل سوه او د نړۍ مشرانو د مسلمانانو سره د خواخوږۍ پېغامونه شريک کړل.
اوس به د ټرينټ پرضد د دوسيې بل پړاو د راتلونکي کال په می مياشت کي پيلېږي او د نوموړي قضيه به د ترهګرۍ ضد قانون لاندي څېړل کېږي.