د چمن پي ټي ايم مشر ملا بهرام اخند، قاسم اڅګزی، ممتار عظيم او ذوالقرنين باچا سره د ملګرو رابطه نه کيږي.
اندېښنه وه چي دوی له لورلايي جلسې وروسته بیرته چمن ته په لاره کي د رياستي اغواګرو لخوا نيول سوي وي خو د یوه پټ فېسبوک لایف ویډيو په خپرېدو چي د محی الدین ملګري ږغ پکښي اوریدل کیږي ښکاره سوه چي ټول ملګري ریاستي ادارو بیولي او سخت تشدد ورباندي سوی دی.
ددوی یوه ویډيو چي تصویر نه ښکاري له ږغونو یې څرګنديږي چي دوی د وسله والو لخوا په زور تشدد له لاري ګرځل کیږي او یوې ودانۍ ته بیول کیږي.
لراوبر ته رسیدلي مالومات ښيي چي دوی د یارو د اجوه هوټل پوري رسیدلي او وروسته نادرکه کړل سوي دي.
په یوه ږغيزه ویډيو کي د محی الدین ملګري ږغ اوریدل کيږي چي د فکر کیږي تشدد پر سوی دی او د اوبو غوښتنه کوي.
تازه معلومات ښيي چي د ملابهرام اخند او چمن د ملګرو لس موټریز کاروان پر سیدحمید کراس دایف سي لخوا له لاري وګرځول سول او یو نامعلوم لوري ته بیول سوي دي.
ریاستي اغواګرو د جلسې مخکي هم د ثنا اعجاز، وړانګي لوڼۍ په ګډون جلسې ته تلونکي مېلمانه په تکلیف کړي وو.