د ننګرهار خلک د نوې ادارې په راتګ سره يو څه هيله من وو چي په ژوند کښي به يې يو څه تغير راشي او د ژوند ځينې ستونزې به يې اوارې شي، که څه هم د جلال اباد ښار په شکلي لحاظ يو څه رغول شوى، خو لا هم ډېرو کارونو ته اړتيا شته چې په ترسره کېدو سره يې بايد لاندې ستونزې اوارې شي.
١- د برېښنا ستونزه: په ننګرهار ولايت کښي يوازېنى سکتور دى ، چي د هېڅ برابر کار ورته شوى، خو ولې اړتيا يې ډېره زياته ده، د ننګرهار ولايت د درونټې د برښنا بند يوازې ٦ ميګا واټه برېښنا توليدوي، ولې يوازې جلال اباد ښار د اټکل له مخې ٤٠ ميګا واټه برېښنا ته ضرورت لري. که چېرته د ننګرهار له کو م اوسېدونکي څخه د هغه ضرورت وپوښتې، نو لومړۍ غوښتنه به يې برېښنا وي.
٢- د پوهنې ستونزه: په ننګرهار ولايت کښي د پوهنې ستونزه هم يوه ډېره مهمه مسئله ده، ځکه چې ننګرهار ولايت د افغانستان په ګڼ مېشتو ولايتونو کښي حسابېږي، خو د نفوس په نتاسب دلته ښوونځي کم دي او ددې ترڅنګه د ښوونکو د کمبود ستونزه هم موجوده ده ، چې په اوس وخت کې ٨٠ زده کوونکو ته يو تن ښوونکى تدريس کوي. لازمه ده، چې د پوهنې وزارت د ننګرهار د ښوونکو په ګمارلو کښي رغنده ګام پورته کړي. دا چې ننګرهار ولايت د دولسمو ټولګيو زيات شمېر فارغان لري، نو د لوړو زده زده کړو په برخه کښي هم ستونزه لري، په ننګرهار ولايت کښي يو پوهنتون دى او يو داخل خدمت پوهنځى دى، چي اوس له منځه تلونکى دى، خو د ننګرهار ولايت ځوانان په ننګرهار کښي د شپې پوهنځي ته ډېره اړتيا لري، په اوس وخت کې ننګرهار يوازينى غټ ولايت دى، چي د شپې پوهنځى نه لري، په افغانستان کښي به داسې پوهنتون نه وي، چي هلته د ننګرهار ولايت محصلين پر زده کړه بوخت نه وي، وجه يې دا ده چي د ننګرهار پوهنتون د دومره غټ شمېر زده کوونکو د روزنې ظرفيت نه لري، نو دوى مجبور دي، چي په نورو ولايتونو کښي هم د کانکور پر مهال پوهنځي غوره کړي..
٣- امنيت: که څه هم ننګرهار نسبتاً ارام ولايت دى، خو دا چې ننګرهار ولايت پا کستان ته څېرمه پروت ولايت دى او دا سيمه يې هم ټوله غرنۍ ده، نو په همدې وجه ځينې ستونزې شته، چې په کښي د دولت مخالفين او قاچاقچيان د طبيعي جوړښت څخه په ګته اخيستنې سره تګ راتګ کولاى شي. په ننګرهار ولايت کښي دا څووم ځل د ى چي نړيوال ځواکونه په بې پروايۍ پر ولسي وګړو بمباري کوي او ولسي وګړي په نښه کوي، چي تازه پېښه يې د هسکې مېنې پېښه ده، چي په دې کارونو سره د دولت د مخالفينو لپاره په ننګرهار کښي ښه اتموسفير جوړېدى شي.
٤- روغتيا: په اوسنې وخت کښي د نفوسو په نظر کښي نيولو سره ننګرهار ولايت زياتو روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري، چي له بده مرغه په دې برخه کښي کم کار شوى، اوس هم د ننګرهار اوسېدونکي د ناسورو نارغيو د تداوۍ لپاره ګاونډي پاکستان ته ځي. د جلال اباد ښار د عامې روغتيا روغتون که څه هم په شکلي لحاظ يو څه جوړ شوى، خو د خدمتونو د ترسره کولو په برخه کښي اوس هم وروسته پاتې دى، هيله ده تر هرڅه زيات د روغتيايي خدمتونو او ناروغانو تداوۍ ته زياته پاملرنه وشي.
٥-د اوبو لګولو ستونزه: ننګرهار ولايت يو زراعتي ولايت دى، چي په اوس وخت کښي د وچکالۍ له امله زياتې ځمکې شاړې شوي، ځکه چي دلته زياتې ځمکې په کارېزونو خړوبېدې، خو د وچکالۍ په وجه کاريزونه هم وچ شوي او د اوبو لګولو کوم خاص سيستم نه شته ، ولې په ننګرهار کښي زياتې داسې درې او سيمې شته چي هلته د سترو اوبو ذخيره کولو امکانات شته، چي د ماموند تنګى، د وزيرو تنګي او همدغه شان په نازيان کښي د نښتر تنګي د يادولو وړ دي، که چېرې دغه شان پروژې تطبيق شي، نو زياتې ځمکې به تر اوبو لاندې شي ، هم به زراعت وده وکړي او هم به زيات شمېر خلک پر زراعتي کارونو بوخت شي او د بېکارۍ کچه به راټيټه شي.