کور / سياسي / د نړيوالو ځواکونو د شتوالي ضرورت او قانونيت – قلموال

د نړيوالو ځواکونو د شتوالي ضرورت او قانونيت – قلموال

له نږدې دوو کلونو راهيسې شمال ټلوالې ( اوسنۍ (متحده ملي جبهه) او ددې ترڅنګ دېته د ورته اهدافو لرونکې بله جبهه ( متحده ملي شورا)، په خپلو تبليغاتي غونډو، ميټنګونو، مظاهرو او مرکو کې په پرله پسې ډول ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې شتوالى دې ((قانوني)) شي. له ((قانوني کېدلو)) څخه ددې پورته دوو ټلوالو خپل تعبير او خپل تفسير دى، چې غواړو وروسته پرې رڼا واچوو، خو اوس په عام ډول راځو دېته چې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د شتوالي اړتيا شته که نه؟ او که اړتيا يې وي نو د ((قانون)) کومې ځواکمنې کورنۍ او بهرنۍ سرچينې بايد دا تائيد يا رد کړي؟

١- په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو ضروروت: په عام ډول افغان ملت په خپله خاوره کې د هېڅ بهرني ځواک شتوالى  نه شي زغملاى، خو کله که د بهرني ځواک شتوالى د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو عواملو له امله حتمي او ضروري شي، نو بيا افغانان خپلو ملي ګټو ته د تعقل له مخې په دې باب فکر کولاى شي چې کوم ځواکونه د څومره وخت لپاره ضروري دي.

هغه افغانان چې د هېواد د ملي ګټو د ساتنې پر رازونو پوهېږي، هغوى ددې ضرورت احساسوي چې دا بهرني ځواکونه بايد تر هغه مهاله په افغانستان کې پاتې شي، چې افغانستان او د هغه پوځ، د مغرضو ګاونډيو هېوادونو د پټو او ښکاره لاسوهنو د مخنيوي جوګه شي، نوره نړۍ له افغانستانه د خونديتوب احساس وکړي، د دې ولس په رګونو کې د متمدن ژوند وينه وچلېږي او په هر اړخيز ډول دا هېواد د جګړې او جګړه مارو له اسارته خلاص شي. تر دغسې يو حالت وروسته نه نړيوال دلته د پوځونو د رالېږو پلمه جوړولاى شي او نه ورته ضرورت لري او نه افغانان بيا د بهرنيو ځواکونو راتګ زغملاى شي، اوس خو چې افغانانو د طالبانو د سقوط پر مهال د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې سخت حساسيت ونه ښود، علت يې دا و چې طالبانو او تر دې دمخه شمالټلوالې له خلکو سره داسې بد چلند کړى و، چې خلک ترې تر پوزې راغلي وو او هر نوي تحول ته يې اړتيا لرله. د بهرنيو ځواکونو په راتګ سره دلته سياسي او قانوني بهيرونه که څه هم پوره پوره عادلانه نه وو، پيل شول، د افغانستان د پرمختګ لړۍ روانه شوه، که چېرې ځينې سياسي تېروتنې نه واى شوې، نو اوسنۍ برياوې به تر دې هم زياتې وې. په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې شوې رغونه د افغانستان د پنځوسو کلونو له رغونې سره انډول ده. څرنګه چې افغانستان دېرش کلنې جګړې دومره ځپلى چې هر څومره ابادي په کې کېږي، بيا هم نه معلومېږي، نو ځکه اوسنۍ ابادي د چا په نظر ډېره زياته نه ښکاري. د خلکو تقاضا هم د خلکو عادلانه قضاوت ته زيان رسوي، ځکه د بهرنيو ځواکونو په راتګ سره د خلکو تقاضا دومره لوړه شوه، چې له واقعيت سره يې مطابقت نه درلود، هر کله چې د واقعيت او تقاضا ترمنځ واټن رامنځته شي، د خلکو سالم قضاوت ته زيان رسېږي.

نو ځکه خو په افغانستان کې د تېرو څو کلونو پر مهال  پر شوي کار، هم شوې تبصرې او هم قضاوت عادلانه نه دي. البته شکايت که پر دې وي چې له دې امکاناتو څخه نوره هم موثره ګټه اخيستل کېدلاى شوه، خو د سياسي بې عدالتيو او اداري نيمګړتياوو له امله له دې نړيوالې پانګې او طلايي چانس څخه مثبته ګټه پورته نه شوه، دا انتقاد بيا پر ځاى برېښي. د نړيوالې ټولنې له سياسي او پوځي حضور سره سره اوس هم افغانستان په داسې يو حالت کې دى، چې لا مرستې او لاسنيوي ته اړتيا لري. که همدا اوس هم، نړيواله ټولنه خپل پوځونه له افغانستانه وباسي او خپلې مالي مرستې بندې کړي، نو دلته به بيا څه غوبل جوړ شي؟ ايا د نويمو کلونو لوبې به بيا تکرار نه شي؟ او ان تر هغه بدتر حالت به رانه شي؟ د تجربو له مخې وايو، چې همداسې به کېږي، نو افغانان بايد د خپلوملي ګټو په پام کې نيولو سره، ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا ايران او پاکستان ته ددې مجال ورنه کړي، چې نړيوال ځواکونه دلته په تنګ او په شا کړي او وروسته بيا د هغوى پر ځاى د دوى پټ او ښکاره عسکر او ملېشې دلته داخل شي. د يو شي يا مسلې قانونيت د هغو د ضرورت له مخې معلومېږي، نو اوس چې موږ، د افغانستان ضرورت ته په ژور نظر ګورو، نو په ډاګه ښکاري، چې د نړيوالو ځواکونو شتوالي ته اړتيا ده، همدغه ضرورت ددې ځواکونو قانونيت ته لاره اواروي.

 ٢- د نړيوالو ځواکونو د شتوالي قانونيت: لکه څنګه چې دمخه مو يادونه مو وکړه؛ د نړيوالو قوتونو د شتوالي ضرورت، د هغو د قانونيت سرچينه ده، خو بيا هم د نړيوالو او ملي اصولو او حقوقو له مخې داسې قانوني او حقوقي سرچينې شته، چې دوى له هغو څخه قانوني مجوز ترلاسه کړي. په دې قانوني سرچينو کې يو هم د ملګرو ملتونو سازمان او بل هم خپله د افغانستان دولت دى.  د سپټمبر د يوولسمې نېټې تر پېښې وروسته، ملګرو ملتونو د خپل (١٣٦٨ ) پرېکړه ليک له مخې پر امريکا شوى بريد وغانده، د امريکا متحده ايالت يې متضرر يا قرباني شوى هېواد وګاڼه او د خپلې دفاع حق يې ورته ورکړ. بيا دملګرو ملتونو د امنيت شورا ( ١٣٨٦) پرېکړه ليک  چې تطبيق يې اجباري حکم لري، د امريکا متحده ايالاتو ته د دې حق ورکړ، چې خپل دښمن په هره سيمه کې چې وي  تعقيب کړي، هغوى د همدې پرېکړه ليک له مخې د طالبانو حکومت ړنګ کړ او بيا يې د بن نړيوال کنفرانس ته لاره اواره کړه. په دې کنفرانس کې چې د ځينو سياسي ډلو له هغې جملې نه د شمالټلوالې استازي يې هم اساسي غړي وو، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له خوا پرېکړه وشوه، چې افغانستان ته به نړيوال سوله ساتي ځواکونه ځي، په پيل کې به د کابل او وروسته به بيا د نورو سيمو امنيت ټينګوي، په دې ډول په افغانستان کې د ائتلاف او ايساف دواړو ځواکونو شتوالي لپاره نړيوال حقوقي مجوز رامنځته شو، دا چې دا مجوز د ځينو په نظر عادلانه دى که نا عادلانه دا نو بيا بېله خبره ده. البته د ملګرو ملتونو د نورو اجنسيو د پرېکړو تطبيق اختيارى دى، خو د امنيت شورا د پرېکړو تطبيق اجباري دى نه اختياري ، که ددې شورا د پرېکړې مطابق کوم هېواد ته نړيوال ځواکونه لېږل کېږي، هغه هېواد يې مخالفت نه شي کولاى، په هر حال دا يو اوږد بحث دى، چې موږ ورته په اجمالي ډول اشاره وکړه، ددې ترڅنګ د افغانستان د دولت درې واړه ارګانونه چې په واقعيت کې د همدغو نړيوالو ځواکونو د شتوالي زېږنده ده، هم تراوسه پورې له حقوقي او قانوني پلوه د نړيوالو ځواکونو شتوالى نه دى چلنج کړى، د افغانسان دولت پر دې پوهېږي چې که نړيوال ځواکونه همدا نن له افغانستانه ووځي، نو د دوى شتوالى به هم ورسره ختم شي، نو هغه دولت چې شتوالى يې د بل چا په شتوالي پورې اړه لري، هغه به له عملي پلوه څومره مشروعيت او توان ولري چې د بل چا د مشروعيت په اړه فيصله وکړي. ددې ترڅنګ افغانستان د امريکا متحده ايالاتونو سره يوه اوږده مهالې ستراتيژي هم لري، دا هم ددې ايجاب کوي، چې په افغانستان کې تر بشپړ ثبات پورې نړيوال ځواکونه دلته مېشته وي.

 خو دا چې ولې يو شمېر ډلې او سياسي اشخاص، د بهرنيو ځواکونو د قانونيت خبرې کوي، د دوى بګراونډ(شاليد) ته هم بايد لږ نظر وشي چې دا ډول څرګندونې د صداقت له مخې دي که د چل او فريب له مخې؟: دا هغه ډلې دي چې تر ټولو دمخه همدوى چغې وهلې چې ژر ژر دې امريکايي ځواکونه راشي او موږ دې د طالبانو له مرګونو ګوزارونو وژغوري؛ هغه څوک چې نن د ناټو او ايساف  ځواکونو د وتلو او يا قانوني کولو غوښتنه کوي، دا همغه خلک دي چې ستوني يې هغه وخت له ډېرو چغو کېناستل او تر ټولو دمخه يې امريکايي ځواکونو ته لبيک ووايه، هغه وخت يې د ((قانونيت)) نوم هم په خوله وانخيست، خپل کورونه يې امريکايي ځواکونو ته په ډبله کرايه ورکړل او اوږه پر اوږه لکه د اجيرو ملېشو په څېر د امريکايانو ترڅنګ د طالبانو پر ضد وجنګېدل، تر ډېره وخته يې امريکايي پوځونو سره باډيګارډي وکړه او اوس هم، لګيا دي همدې کسب ته ادامه ورکوي، خو دا چې اوس د نړيوالو ځواکونو د قانوني کېدو خبرې کوي، علت يې دادى چې دوى لا نورو سياسي امتيازاتو ته دام ايښى دى، دوى فکر کوي چې نړيوال به په دې ((قانونيت)) ووېروي او په پاى کې به هغوى دوى سره سياسي امتياز او معاملې ته غاړه کېږدي. دوى فکر کوي چې د ولسي جرګې مشرتابه دوى سره دى او په حکومت کې هم د ټلوالې ونډه درنه ده، نو له دې قوت څخه به پر بهرنيو ځواکونو د فشار د يوې وسيلې په توګه کار واخلي.

 ايران او پاکستان هم دلته د بهرنيو ځواکونو له شتوالي څخه په تشويش کې دي، نو دا ډلې هم له پخوا نه ددې هېوادونو له سياسي او نورو کړيو سره پټې او ښکاره يارانې لري، نو ځکه خو د هغوى پټه رابطه هم له دې قضيې سره ردېدلاى نه شي. دې کې هم هېڅ شک نه شته، چې د بهرنيو ځواکونو خپل سري او ناوړه عمليات او په هغو کې د سلګونو افغانانو بېګناه وژنه د هېڅ افغان پر زړه نه اوارېږي او نه دا ډول عمليات د امنيت په ټينګښت کې کومه مرسته کولاى شي، بلکې تاثيرات يې لا منفي دي. هېڅ شعوري او ملتپال افغان د ډېر وخت لپاره د بهرنيو ځواکونو شتوالى حتى قانوني او ناقانوني، دواړه نه شي زغملاى، خو ملتپال افغانان پر دې پوهېږي چې اوسمهال نړيوالو ځواکونو ته پلمې جوړول، د مغرضو ګاونډيو هېوادونو اشغالګرو ځواکونو راتګ ته د لارې اوارولو په مانا دي. څه فکر کوئ، هغه څوک؛ په تېره دوه ټلوالې (( متحده ملي جبهه)) او (( متحده ملي شورا)) چې دواړه د يوې سکې دوه مخونه دي، که همدا نن امريکايي او نړيوال ځواکونه نه وي، نو دوى به د يوې شېبې لپاره هم په کابل کې پاتې شي؟ بيا به يې ځاى کولاب، اصفهان او نورې سيمې نه وي؟ له دې ډول چغو او فريادونو څخه ددې خلکو هدف دا دى چې څنګه کولاى شي له همدې بهرنيو ځواکونو څخه د اوسنۍ اقتصادي او پوځي ګټې ترڅنګ، نوره سياسي ګټه هم  پورته کړي.


 له بهرنيو ځواکونو څخه هم، د ولس هيله داده چې خپل سري عمليات دې زياتي ودروي، د افغانستان د دولت له ولسواک اړخ سره دې مرسته وکړي، چې د افغان ملي پوځ، ملي اردو، پوليس او ملي امنيت په ارګانونو کې بشپړ سمون راولي، دا ارګانونه دې پياوړي کړي، ځکه د دوى د يوه عسکر لګښت زموږ د سلو عسکرو د لګښت په انډول دى، دوى د افغانستان له کلتوري، ټولنيز، قومي او جغرافيايي جوړښت سره بلد نه دي او نه هم د چريکو جګړو تجربه لري، نو په دې خاطر د دوى او ملکي خلکو دواړو تلفات زيات دي، ددې په خاطر چې هم د دوى د لازياتو زيانونو او تلفاتو مخه ونيول شي او هم د ملکي افغانانو، نو ښه لاره داده چې خپله افغان پوځ په عصري وسلو سمبال او په هر اړخيز ډول ځواکمن شي، دا کار به د کورنۍ جګړې د مخنيوي او کنټرول لپاره هم لاره اواره کړي او په مناسب وخت کې به د بهرنيو ځواکونو د وتو زمينه هم برابره کړي، افغان پوځ به په چټک ډول ددې جوګه شي، چې د خپل هېواد ساتنه په خپله وکړي او د ګاونډيو لاسوهنو ته ځواب ووايي. دا هغه لاره ده چې دواړو لوريو او زموږ عام ولس ته ډېره په ګټه ده. دا چې يو څو سياسي مداريان هر وخت په رسنيو کې چغې وهي، دا هغه خلک دي، چې په ولس کې اساسي بيز نه لري او يوازې په يو شمېر پرديپالو رسنيو کې مطرح دي، دا همغه خلک دي، چې هم يې د بهرنيو ځواکونو د راتګ پر مهال ډېر امتياز اخيستى او اوس بيا غواړي د ((قانونيت))  تر چتر لاندې د هغو د تنګولو له لارې نور امتياز هم واخلي. نړيوال ځواکونه او د هغوى سياسي ماهرين بايد د افغاني ټولنې ددغو سياسي سوداګرو او پاړوګرو په چل او جادو پوه شي، تر دې زيات امتياز ور نه کړي او د پخوانيو امتيازونو د سلب په باب يې هم جدي فکر وکړي.