کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ ملاسوويچان ولي نه محاکمه کېږي ؟؟

زموږ ملاسوويچان ولي نه محاکمه کېږي ؟؟

haqyar@gmail.com 
 تېره ورځ مې له نړيوالو  خبري سرچينواورېدل چې   له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال  پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربانو  يو تن مشر رادوان کارادزيچ چې دزرګونوبوسنيايي مسلمانانو په ډله ييزه وژنه تورن دى صربي پوليسو  په صربستان کې ونيوه او دهغه تړون له مخې چې   داهېواد يې دپخوانۍ يوګوسلاويا دجنګي مجرمينو  دمحاکمې په اړه د هالندپه لاهه  کې دهاګ له نړيوالې محکمې سره لري رادوان کارادزيچ د محاکمې لپاره دې محکمې ته سپارلى دى .

له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربي مشرانو لخوا  زرګونه مسلمانان په ډله ييزه توګه ووژل شول او په ډله ييزه توګه ترخاورو لاندې شول چې اوس هم  کله ناکله  داقبرونه  کشفيږي .

په دې موده کې سلوبودان ملاسوويچ دصربانو مشر او رادوان کارادزيچ يې جنګي قوماندان وو .

   دبوسنيايي صربانو  دامشر (کارادزيچ ) تورن دى  چې په ١٩٩٥ کال يې   دسربرنيتساښار له نيولو وروسته له ٧٥٠٠څخه ډېرملکي  مسلمانان چې ډېره برخه يې نوي ا وتنکي ځوانان  وو په ډله ييزه توګه وژلي دي .

نوموړى په ١٩٩٦ کال دديتون  دسولې له تړون  وروسته نادرکه شو او لوېديځ استخباراتي چينلونه يې له يوې لسيزې ډېر وخت دموندلو په لټه کې وو  . کارادزيچ په دې موده کې  دبوسنيا او صربستان ترمنځ  دتګ راتګ په حال کې په بدله بڼه ژوند کاوه چې په پاىکې څوورځې واړندې ددې هېواد پوليسو ونيوه .

په هغه خبرپاڼه کې چې ددې هېواد دولسمشرۍ له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې ددې  هېوادپوليس دراتکوملاديج  په نوم ديوبل لوى جنګي جنايتکار او د رادوان کارادزيچ  دمرستيال په لټه کې هم دي چې ترنيولو وروسته يې دجنګي مجرم په توګه دمحاکمې لپاره دهاک نړيوالې محاکمې ته وسپاري .

دجنګي جرمونو دڅېړنې   ددې نړيوالې محکمې لوى څارنوال د کارادزيچ نيونه لويه لاسته راوړنه بللې او په دې اړه يې ډېره خوښي ښودلې ده .

ديادونې وړ ده چې دصربانو دهغه وخت ولسمشر سلوبودان ملاسوويچ هم تېرکال نيول شوى او دمحاکمې لپاره همدې محکمې ته سپارل شوى دى .

دجنګي مجرمينو  نيول او دعدالت او محاکمې مېز ته دهغوى راکشول  يو ډېر نيک او دستايلو وړ کار دى  ، مجرم ته سزا ورکول  دانصاف او انساني فطرت غوښتنه  ده . په هرځاى او هر دولت کې چې مجرمينو ته سزا ورکول کېږي او دقانون حاکميت وي نو هلته ژوند ارام ، خلک پرمختللي  امنيت حاکم او دوېرې ترهې فضا کډه کړې وي .

نن سبا دانساني ټولنې يوه ګډه ستونزه  دقانونيت نه شتون  او جنايتکارو ډلو او وګړيو ته  دسزا نه ورکول دي .

  همدا  دقانون نه شتون او  يا دقانون کمزوري ده چې مجرمينو او دانسانيت او دسولې او ارامتيا  دښمنانو ته يې جرئت ورکړى دى .

خو زموږ هيله له نړيوالې ټولنې څخه داده چې  لکه څرنګه يې  چې ملاسوويچ  او کارادزيچ   ونيول او د محاکمې مېز ته يې  راکاږل   همداراز دې دافغانستان جنګي جنايتکاران ،ملاسوويچان او کارادزيچان  هم محاکمه کړي   .

که هغوى په بوسنيا کې ٧٥٠٠ بې ګناه  مسلمانان وژلي دي  دلته هم ملاسوويچانو  دوه نيم ميليونه مسلمانان وژلي دي ، دلته له ١٣٥٧ کال راپدېخوا  هرچا ترخپل وسه  ډله ييزې وژنې کړي دي ، دخلقيانو او پرچميانو  په  واکمنيو کې هغوى تردېرش  زرو ډېرافغانان دانقلاب ضد عناصرو په تور بې ګناه  ووژل او هدومره يې ژوندي په پوليګون او دافغانستان په نورو برخو کې ژوندي ترخاورو لاندې کړل .له  بې ګناه خلکو يې سترګې او نوکان  ووېستل ، هغه ډول سزاګانې يې ورکړې  چې قلم  يې په   ليکلو ژړېږي، وروسته دتش په نوم مجاهدينو په سکتارستي او ائتلافي حکومت کې خو  په کابل ښاريانو هغه ظلمونه وشول چې   دانسانيت تاريخ يې سارى او بېلګه نه وه ليدلې ، ورپسې  دطالبانو په وخت کې  يواځې په ليلې دښته کې  ١٢٠٠٠ افغانان ژوندي ترخاورو لاندې شول .

په اوسنۍ اداره کې  دهمدې ملاسوويچانو په غلطو او ناسمو راپورونو  په بې ګناه افغانانو ١٥ ټنيز بمونه وغورځول شول ، پر ودونو بمبار وشو، ډله ييزې وژنې وشوې او له بده مرغه لا هم روانې دي .

نو که ملګري ملتونه په رښتيا هم عدالت اودځمکې پر مخ دقانون حاکميت غواړي نو له هرډول استثنى پرته  دې  دافغان ملت دښمنان ، دافغانستان په خاوره کې جنايت کوونکي  او جنګي مجرمين ونيسي او کلک حساب دې ورسره وکړي .

افغان  ولس په کلکه داغواړي  چې دافغانستان دروانې ٣٠ کلنې غميزې ټول لوبغاړي  او جنايت کاران دې هغه  که په کمونستي دور  پورې اړه لري ، که په جهادي ، په طالبي  دور کې وو او که په اوسنۍ ديموکراسۍ او انارشۍ کې، له هرډول استثنىپرته محاکمه کړل شي .

داغوښتنه نوې نده دا ډېره پخوانۍ او نه زړېدونکې غوښتنه ده .

افغانان له نړيوالې ټولنې په دې اړه ددوى پر بې تفاوتۍ په کلکه خفه او ګيله من دي او داګيله يې پرځاى هم ده ،ځکه   دلته چې يو نظام اوښتى او پرځاى يې بل نظام راغلى نو  دپخواني رژيم اکثره لوړ پوړي چارواکي چې دلته يې سلګونه زره بې ګناه  افغانان وژلي يا امريکايا اروپا اويا استراليا ته تښتېدلي دي او هلته دمحاکمې او پوښتنې پرځاى ورته دډېر ښه او ارام ژوند زمينه برابره شوېده . هماغه خلک چې دلته يې  زرګونه انسانان  ژوندي ترخاورو لاندې کړي په امريکا کې  خوښ ژوند لري او داړوند حکومت تر پام لاندې ژوند کوي او ځينې يې دلته د دوى ترچتر لاندې  اوس هم په ولس حاکمان او تيغ يې لاهم دملت پرمرۍ ښخ دى .

کله چې افغانان ويني چې ددوى  وژونکي ددوى دشتمنۍ ، ناموس او شخصي او ملي جايدادونو  غصبوونکي اوس هم په افغانستان  کې دبهرنيو پوځونو په مرسته او دهغوى ترسيوري لاندې ژوند کوي ، دوى ورته امکانات برابر کړي ، لوړپوستونه،وزارتونه، ولايتونه ، قول اردوګان يې ورکړي نو څنګه به له دوى سره مرستې ته زړه ښه کړي .؟ څنګه به دوى خپل ساتونکي  اودوستان وبولي؟

کله چې ولسمشر بيچاره اعتراف کوي چې ديو جنګسالارچې دلسګونو زرو افغانانو په وژنه ، بې ناموسۍاودنورو لسګونو جنايتونو په ارتکاب تورن دى  دنيولو  تصميم يې ونيوه نو ديوه هېواد لخوا يې ملاتړ وشو ، هغه هېواد په افغانستان کې پوځونه هم لري او دې جنايتکار ته هره مياشت دېرش زره ډالر جيب خر څ هم ورکوي . ښه نو چې کله دلته حالات داسې دي او جنايت کاران دمحاکمې پرځاى تشجيع کېږي ، نو افغانان به څنګه دخپلو دښمنانو له  دوستانو او  اکمالوونکيوسره مرسته وکړي .او ښکاره ده چې ترڅو ولس له چاسره مرسته ونکړي  برياليتوب يې ناشونى وي .

په پاى کې يوځل بيا يادونه کوو چې دنړيوالې ټولنې لخوا دجنګي جنايتکارانو  محاکمه  او هغوى ته سزاورکول  ډېر دستاينې وړ کار دى خو دامحاکمې بايد دشخصي ذوق  او سياسي سليقو له مخې نه وي ، بلکې دبشريت ددرناوي اودټولې ځمکې پرسر دانصاف او دعدالت دتامين لپاره وي او هرچېرې او په هرچا تطبيق شي ، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ديوبام او دوه هوا  پاليسي ونه کاروي ، عدالت دکاذب مصلحت له  شعار څخه قرباني نکړي .

دافغانستان  دروانې غميزې دپاى لومړى شرط دادى چې جنګي مجرمين محاکمه او دخپلو ناوړو کړنو سزاورته ورکړل شي. 

دهمدې ورځې په هيله