د متحده عرب اماراتو لومړى وزير او د دبۍ امير شيخ محمدب راشد المكتوم د امريكا متحده ايالتونو ته د سفر پر مهال د ډبليو بوش اونيز استراحت ځاى كمپ ډېويډ ته رسېدلئ دئ.
د خبرونو له مخي شيخ راشد المكتوم به له ډبليو بوش سره پر يو شمېر سياسي او اقتصادي چارو وږغېږي، چي د خبرو اصلي موخه به يې نړۍ كي د تېلو د بيي او خوراكي موادو بېحده لوړوالى وي.
شيخ راشد ته د امريكا جمهوررئيس ډبليو بوش په كمپ ډيويډ كي ښه راغلى ووايه، خو ويل كېږي دواړو مشرانو له معمول خلاف له خبريالانو سره له خبرو ډډه وكړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه