اسلام آباد
د پاکستان پخوانى لومړى وزير نوازشريف نيت لري سبا خپل هيواد ته بيا ستون شي . د پاکستان د ملسم ليګ ګوند نوازشريف څانګي يوه مشر صديق الفاروق نن خبريالانو ته ووئيل چي د پاکستان پخوانى لومړى وزير نوازشريف سبا له خپلي کورنۍ سره يو ځاي د پنجاب صوبي مرکز لاهور ته ستنيږي .
د پاکستان حکومت تراوسه په دي باب کوم غبرګون نه دى ښودلى . د ويلو ده نوموړى څه موده مخکي پاکستان ته د ستنيدو په وخت اسلام اباد هوائي ډګر کښې ونيول او بيايي عربستان ته واستول