د طالبانو د ماتې راهيسته د افغانستان دولت هر ځل خپله سينه ټپولې ده چې د وينا ازادۍ ته يې تحقق وربښلى دى .
په هر نړيوال او كورني كنفرانس كې يې د وينا ازادي په افغانستان كې د خپلو لويو لاسته راوړنو په ډله كې شيمرلې دي.
خو نن د يو تنكي او ځوان ژورناليست عبدالصمد روحاني له وژلو ۵۷ ورځې پوره كيږي خو تر اوسه يې د هغه قاتلين دافغانستان او تيره بيا د هلمند خلكو ته نه دي ورپيژندلي .
په حقيقت كې دا د حامد كرزي د حكومتي حلقو لپاره هيڅ ارزښت نلري چې ژورناليستان وژل كيږي ، وهل كيږي او كه ځورول كيږي او ګواښل كيږي .
دا هيڅ نه ده معلومه چې څوك د صمد روحاني په وژلو كې لاس لري ، ددې مسلي په اړه د افغانستان د حكومت د اخلاقو نه ښكاري چې د صمد روحاني د وژلو شاته خپله د امنيتي چارواكو لاس دى .
ځكه صمد روحاني دهغو ژورناليستانو نه يو وه چې راپورونه يې په واقعيت ولاړ و او ده د حكومتي چارواكوكمزوري په ډيرو راپورونو كې څرګنده كړې وه.
يو څوك چې ووژل شي حكومت په سادګۍ سره وايي چې طالبانو او د هيواد دښمنانو وواژه ، سمه ده نور به طالبانو وژلي وي خو د طالبانو په اړه يوه شى ښايي ټولو نوټ كړي وي چې د هغه چا د وژلو پړه چې دوى رد كړي هغه دوى نه دى وژلى .
ځكه طالبان دافغانستان دولت ته د هر ډول ضرر د اوښتولو مسوليت اخلي خو ځينې وخت بيا د يوشمير پيښو مسوليت په غاړه نه اخلي .دا سمه ده چې صمد روحاني ته ګواښونه كيدل خو دولت تر اوسه پورې دا ونه ويلي چې دا ګواښونه د چا د خوا نه كيدل .
ددولت ددې چوپتيا نه معلوميږي چې دا ګواښونه ټول د دولتي كړيو د خوا كيدل.
مونږ ددې نورې بيلګې هم لرو نصير فياض د اريانا د تلويزون د حقيقت د خپرونې كوربه او د بي بي سي بل خبريال حنان حبيبزئ دا دوه داسې بيلګي دي چې د حكومت كسانو د ګواښ سره مخ كړي دي .
حنان حبيبزئ دننه د كابل په ښار كې د مسلح يونيفورم كړو كسانو دخوا په وروستيو څو اونيو كې څو څو ځلې په مرګ وګواښل شو.دى د وسله والو موټر سايكل چلونكو او د تورو ښيښو درلودونكو امنيتي موټرو د خوا درول شوى او د مرګ تر بريده ګواښل شوى او كنځلې ورته شوي دي. حنان حبيبزى هغه څوك دى چې د جنګسالارانو ظلمونه ، په ادارو كې فساد او داسې نور يې بربنډ كړي دي .
نصير فياض د اريانا تلويزون خبريال او د حقيقت د پروګرام كوربه د ملي امنيت د خوا بيول شوى دى .
نصير فياض هغه څوك و چې دحكومت نيمګړتيايي د حكومتي چارواكو مخته كيښودله .
دا ټول څه دي ؟؟ددې معنا داده چې مطبوعات اوس په دولت بوج دي او هغه حقايق چې په كې ددولت د فاسدو مامورينو ، په ولسي خلكو د زور زياتي پيښې ، د مخدره موادو قاچاق ، بيوزلي ، وزګارتيا ، د حكومت نه د خلكو واټن او نور خپروي نشيي تحمل كولاى .
مونږحامد كرزي ته وايو، كرزيه ! نور بس دي دا لوبې بندې كړه، ستا په حكومت كې ستا د جنګسالارانو د لاسه نه څوك خپل حق غوښتلى شي ، نه څو ك پخپل وطن كې ژوند كړى شي ،ستا د وطن دښمنه امنيتي ملي دلاسه .
نه څوك د ارام خوب لري د پوليسو او اردو په نامه ستا د ټوپكسانو د لاسه .
هغه څوك چې غواړي وطن ته خدمت وكړي او د خپلو كړيدلو خلكو اواز پورته كړي ستا افغان دښمنه امنيتي چارواكي يې نيسي.
خلك هيڅ نه پوهيږي چې طالبان يې دښمنان دي كه ستا فاسده اداره .
څوك خپل دوستان نه پيژني . ستا په اداره كې افغانان دومره سپك شول چې په تاريخ كې نه و سپك شوي . تنكۍ لوڼې ، زامن ، وروڼه ، خوندې او پلرونه او ميندې يې د لاسه وركړې .
كه طالبان يې وژني ،كه ستا او ستا د بهرنيو ملګرو په بمباريو كې وژل كيږي ټوله پړه يې ستا په غاړه ده او يوه ورځ به يې پوښتنه ارومرو كيږي .
هيروه يې مه .خلكو څومره هيلې درلودې چې دادى حامد كرزى ريس جمهور شو اوس به په ارامه ژوند وكړي .خوشالي به وي او پرمختګ به وي .
خو ستا په دوران كې د روحاني په څير ځوانان ارماني ددې دنيا نه لاړل ، فياض او حبيبزى به ستا د ټوپكيانو د لاسه څنګه شي .