د پاکستان لومړی وزير عمران خان د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د لوړي مراسمو ته نه دی بلل سوی.
نريندرامودي چي د دوهم ځل لپاره د هند د لومړي وزير په توګه وټاکل سو، د نړ ۍګڼو مشرانو ته ئې د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنه ورکړې ده، خو خپل ګاونډي ته چي همېشه ورڅخه په شکايت دی بلنه نه ده ورکړې.
د مودي د لوړي مراسم به سبا د مي مياشتي پر ۳۰ نېټه ترسره سي.
له دې وړاندي د مودي په لومړۍ دوره کي دلوړي مراسمو ته د پاکستان د هغه وخت لومړي وزير نواز شريف وربلل سوی وو.
همداراز د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرباجوه ته هم په مراسمو کي د ګډون بلنه نه ده ورکول سوې.
پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد پېژندل کېږي چي ګاونډيانو او نړيوالو امنيت ته ئې جدي ګواښ پېښ کړی دی.