د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو د پوځ د بريد په غبرګون کي نن د بلوچستان وکيلانو کاربنديز اعلان کړ.
د بلوچستان د وکيلانو ټولنه وايي، چي پر بې وسلې خلګو د پوځ لخوا د ډزي کول ددې نښه ده چي حکومت وارخطا او وېرېدونکی دی.
تېره ورځ د پوځ د بريد په غبرګون کي د پښتونخوا سيمي ټولو پښتنو وکيلانو کاربنديز اعلان کړی وو او ویلي ئې دي، چي د پوځ لخوا پر پښتنو روان ظلم نور نه سي زغملای.
په پاکستان کي هم ډېرو سياسي ډلو پر پي ټي ايم د پوځ بريد غندلی دی او دا ئې د بشري حقوقو څخه سرغړونه ګڼلې ده.
د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان پوځ ډزي وکړې چي په کي درې تنه ئې شهيدان کړل او تر دېرشو زيات نور ئې ژوبل کړل.
د خړ کمر د پېښې وروسته د بلوچستان په بېلابيلو برخو کي پرله پسي دوه شپې احتجاجي مظاهرې هم سوي دي.