کور / شعر / مسافر

مسافر

جانانه حال مې اخله دريباره کله کله
دباده مې پرسان کوه نګاره کله کله
په ويښه دې که توان دليدونه لرم دلبره
په خوب خوراته چېرته شه اذهاره کله کله
په منځکې موپره تې څه دملکونوفاصلې دي
خوشبونسيم ته ورکړه درخساره کله کله
رقيب درنه جداکړمه تقديردرنه پناکړم
ازارمې دخولې ووځي بې اختياره کله کله
په سترګوکې مې اوښکې نورې وچې شولې بس دی
ديدن ته خومې هم ته څاره لاره کله کله
ترڅوبه په ملکودسفرشپې صباکومه
دې ژوندنه،اصلزی،شمه بې زاره کله کله
2008-08-01