د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پرونۍ پېښي په غبرګون کي نن پښتنو وکيلانو کاربنديز اعلان کړی دی او عدالتونو ته نه دي تللي.
د پښتنو وکيلانو ټولنه وايي، چي د خپلو پښتنو وروڼو پر وړاندي د ظالم پوځ بې رحمانه کړنو ډېر ځورولي دي او په همدې خاطر ئې کاربنديز اعلان کړی دی.
د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ نن شمالي وزيرستان ته پر لاره وه، چي د پوځ لخوا ورباندي ډزي وسوې او ګڼ کسان ئې ژوبل کړل.
محسن داوړ وايي، چي هغه د علي وزير او ګڼو ملګرو ترڅنګ په کاروان کې روان وو، کله د خړ کمر د پوځي چک پوسټ څخه اوښتل ډزي ورباندي وسوې چي د ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري ملګري ئې ژوبل سوي دي.
نوموړی وايي، هغه په خپله پر لاس په ډز لګېدلی خو د هغه زخم معمولي دی، هغه وویل پوځيانو په چيک پوسته علي وزير نیولی دی.
بل خوا د پي ټي ايم يوې مخکښي ثنا اعجاز پر ټويټر پاڼه ليکلي دي، چي د پاکستاني رياست د ادارو لخوا ډزي رواني دي او د محسن داوړ په ګډون ګڼ کسان ژوبل سوي دي، علي وزير او ګل عالم د خپلو ملګرو سره پاکستاني پوځ نيولي دي.
شمالی وزیرستان میں پاکستانی ریاستی سیکورٹی ادروں کی جانب سے شمالی وزیرستان میں جاری دھرنے پر فائرنگ
اطلاعات کے مطابق محسن داوڑ سمیٹ۱۵ افراد زخمی ھیں
اور علی وزیر ڈاکٹر گل عالم وزیر اور انکے ساتھیوں کی گرفتاری کی اطلاعات ھیں#StateAttackedPTM— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) May 26, 2019
محسن داوړ او علي وزير سره د وزيري جرګې د مشر ګل عالم وزير په کاروان کي خړ کمر علاقې ته احتجاجي ناستې ته روان وو.
د خړ کمر سيمي خلګو د وروستيو نا امنيو پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستاني رياست لخوا د روانو ظلمونو پرضد راپورته سوي دي.