ليکنه: نورالله غازي
مولوي ریحان یو داسې دیني عالم و، چې غږ یې دا لس کاله له شمشاد راډیو ټلويزونه خپریدو او د وطن د زړه په کور کور کې اوریدل کیدو، د ده له خواږه غږ سره ښځو، سړیو، زړو او وړو مینه درلوده، خلک یې له مینه ناکې څېرې او راښکونکي غږ سره بلد وو، ده د خپلو خلکو ادنی او مشکلو دیني پوښتنو ته په خورا ساده او روانه ژبه ځواب ورکاوه.
په پښتنو کې د ملایانو کمی نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وي، داسې ملايان پکې بیخې په نشت حساب دي؛ خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم ولیږدوي. ده د نورو ملایانو غوندې خلکو ته مرګ نه وریاداوه، بلکې خلک یې له ژوند سره تړل او د ښه او سوله یېز ژوند اسلامي اصول یې ورښودل.
زموږ اکثره ملایان د خپلو سرتېرو جنازه په خلاصه غاړه او بې له ډاره نشي کولی، خو ده د نر غوندې په جرئت سره د خپلو سرتېرو ننګه وکړه او د دوی یوه ګوته یې آن د سعودي عرب تر عسکره هم غوره وبلله، د هیواد لپاره یې د دوی مبارزه سپيڅلې یاده کړه او د سرتېرو دښمنان یې په ښکاره جهنمیان یاد کړي ول. د وطن هغو سرتېرو ته چې ملا یې جنازه نه کوي، تر دې بله لویه خبره کومه کیدای شي، چې یو لوی مفتي یې د قران او احادثو سره تر شا دنګ لکه غر ودرېږي.
ریحان ځکه راڅخه واخيستل شو، چې د وطن پر ځمکه په هغه اغزي نه بدلیدو، چې د خلکو د عزت جامه دې څیرې کړي، دی د ګڼو اغزیو په منځ کې یو دنګ معطر ریحان و، چې وږمې یې په ټول هیواد کې تاویدې، خو اخ د خوا اغزیو پرې حمله وکړه او ټس پر ملا یې رامات کړ.
دا به لومړی ملا و، چې ښځې، سړي، واړه و زاړه پسې خپه شوي وي او ممکن د ده د شهات پر ورځ ډېرو ښځو په کورونو کې ژړاګانې کړي وي او د ماښام ډوډۍ یې له اوښکو سره خوړلي وي، ولې به یې نه ژړل؟ دوی د خپلو ځانونو په اړه داسې مسائل له ده وړاندې له کوم ملا نه هم نه وو اوریدلي.