لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي څانګه
2019/05/26 نېټه:
نن د ګندومک له ننګين تړون څخه ۱۴۰ کلونه تېرېږي، په ۱۸۷۹ کې ګندمګ تړون د می پر ۲۶مه د امير محمد يعقوب خان له لوري لاسليک شو، دا هغه مهال و، چې امير شيرعلي خان په مزار شريف کې وفات شو او پر ځای يې امير محمد يعقوب خان باچا شو، نو انګريزانو پر افغانستان له دریو لورو خيبر، کرمي خوست او کندهار سپين بولدک باندې یرغلونه وکړل.
کوم وخت چې انګريزانو پر افغانستان له دریو خواوو حمله وکړه، امير محمد يعقوب خان اړ شو، چې له انګريزانو سره سوله وکړي، اميرمحمد یعقوب خان له انګريزي هيت سره د ګندمک سيمې ته ولاړ، هلته يې له انګريزانو سره يو تړون چې لس مادې يې درلودلې لاسليک کړ.
دا تړون د افغانستان له خوا امير محمد يعقوب خان او د انګريزانو له خوا کيوناري لاسليک کړ، دا يو داسې ننګين تړون و، چې د افغانستان خارجه سياست د انګريزانو تر واک لاندې او افغانستان يو تحت الحمايه هيواد شو. ددغه تړون ځينې مهم ټکي دا و.
لومړۍ ماده کې راغلي دي: امير محمد يعقوب خان تصديق کوي، چې د سيالکوټ او د فوشنج سیمه تر کوږک پورې؛ د کرمې سيمه تر جاجي پورې؛ د خيبر دره تر شرقي سيمې پورې؛ هفت چا او لنډي کوتل د تل لپاره د افغانستان له خاورې جلا او د هندوستان خاورې پورې نښلي.
همدغه ډول په دويمه ماده کې راغلي دي، چې د انګريزانو حکومت ژمنه کوي، چې ددې سیمو ماليه چې دوولس لکه کلداري کېږي، افغان امير محمد يعقوب خان ته شپږ لکه کلداري نورې اضافه پیسې هم ورکوي، چې ټولې اتلس لکه کلداري کېږي.
امير محمد يعقوب خان په داسې وخت کې د افغانستان امير شو، چې له يوې خوا هغه اووه کاله په بالاحصار کې بندي و، د هغه ناسکه ورور عبدالله چې کله امیر شېرعلي خپل ولعهد وټاکه نو امير یعقوب خان د پلار په وړاندې بغاوت وکړ، بالاخره زنداني شو او په زندان کې فکري توازون او عقل له لاسه ورکړی و.
په ټوله کې ويلای شو، د ډيورنډ تر تړون وړاندې ګندمک تړون ډېر ننګين تړون و، چې زموږ مشرانو د قدرت په لالچ کې خپله خاوره او خپل خلک په انګرېزانو خرڅ کړ او د خپل هيواد خارجي سیاست کليانې هم انګرېزانو جېېب ته واچولې.
زموږ واکمنو تل د خپل واک د غځونې او پيسو د تر لاسه کولو لپاره په خاوره او خلکو تجارت کړی او له بده مرغه چې دا لړۍ لا تر اوسه هم روانه ده.
باید ووايوو، د ګندمګ تړون، ډيورنډ او نور ټول پر افغان حکومت او یا واکمنو د زور او جبر پر مت تحميل شوي دي او د زورو اوبه خو هسې هم په بره خېژي.
موږ باید اوس ډېر متوجې اوسو، چې د ګندمک تړون په څېر بیا په شاتو کې زهر ونه خورو، بين الافغاني مذاکراتو ننګه او همدارنګه د محکوم افغانستان د برخليک په تړاو باید ډېر جدي و اوسو او د يوې داسې پایدارې سولې څښتنان شو، چې ډيورنډ کرښې هم خپل سر خوړلی وي او د لوی افغانستان په جغرافيه کې د يووالي، پرمختګ او اقتصادي رشد شاهدان و اوسو
په درنښت
د لوی افغانستان تحريک ریس
جميل وقار