په افغانستان کي د کلالۍ هنر مخینه.
کولالي هغه پنځه زره کلن هنر دی، چې د منډيګک د تاريخي دورې په وخت کې پيل شوی او تر اوسه ژوندی پاتې دی، دا هنر په لومړيو کې په ډير ساده ډول وو، چې دوه نيم زره کاله په همداسې ساده ډول روان وو، په لومړيو کې د دې هنر له لارې لوی لوی خومونه جوړيدل او کلاوې به پرې ودانيدلې، چې سلګونه کلونه يې همداسې دوام وکړ، د کولالۍ دا هنر د مقدوني سکندر تر دورې، چې دونيم زره کاله پخوا وه په هماغه پخواني ډول يي همدا خومونه او د کلاوو جوړول وه.
د دې تاريخي لوښو او خومونو نمونې اوس هم په ملي ميوزيم کې شته دي او خلک يې هر وخت ننداره کوي، د وخت په تيريدو سره د کولالۍ هنر همداسې ساده پاته وو، خو د احمدشاه بابا په دوره کې يې پرمختګ وکړ او خټينو لوښو ته نوي نوي ډايزاينونه جوړ شول.
د خټينو خومونو تر څنګ د اوبو د څښلو لپاره منګي، کونجياني او د ګلانو او زراعتي بوټو لپاره ګلدانۍ هغه نوي څه و ، چې د دې هنر له لارې نوي اختراع شول، د دې توکو مينه وال هم زيات و او ښه بازار يې درلود.
کله چې احمدشاه بابا له بخارا څخه کندهار ته خرقه مبارکه راوړه، نو د وخت مشهور کولال «حاجي خيرمحمد» د خرقې مبارکې ودانۍ او ګنبده د کولالۍ د هنر له لارې په خټينو جوړو شويو لوښو ډیره کلکه جوړه کړه، چې د احمدشاه بابا تر مړيني وروسته يې د هغه مقبره هم په همدې ډول ودانه کړه او ډول ډول ډيزاينونه يې وکارول.
«حاجي خيرمحمد، حاجي مولاداد، حاجي عباس ، غلام محمد، نيک محمد ، حاجي پيرو، حاجي نيکو، حاجي ذکريا او حاجي فيض الله» د هماغه وخت مشهور او تکړه کولالان و، چې هنري ګوتو يې ډير ميراثونه پريښودل.
د وخت په تيريدو سره د خټينو لوښو ډولونه نور هم پر مخ ولاړل او د خومونو او نورو لوښو تر څنګ چلمونه، ګلدانۍ، د مسجدونو منارونه او نور ډول ډول توکي په نويو ډيزاينونو جوړ او تر اوسه دوام لري.
د کولالۍ ډول دا دی، چې لومړۍ له يوې مناسبې او جوړې شوې خاورې څخه خټه جوړيږي او بيا د يو لاسي ماشين پواسطه چې «څرخ » ورته وايي د لاس په ځانګړي مهارت لوښی جوړيږي، لمر ته ايښودل کيږي او تر وچيدو وروسته د اور په کره کې پخيږي او تر پخيدو وروسته بازار ته وړاندي کيږي.
د دې هنر د کارخانو تر ټولو مشهور ځای د ډنډ ولسوالۍ لمړنۍ برخه «ښکاپوردروازه» ده او هلته لسګونه دا ډول کارخانې شتون لري او سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي.
د اوس وخت مشهور کولالان حاجي فضل احمد، قادرجان او نظرمحمد دي، چې ډير نور کسان يي روزلي دي.
د دې هنر لپاره په منظم ډول د روزنې لړۍ نسته او تر دې مهاله يوازې د حرفې او کسب په ډول زده شوی او لا هم دوام لري.
د خټينو لوښو پلورونکي د ښار په بيلابيلو برخو کې شته، خو ښکاپور دروازه او شهيدانو څلورلارې ته څيرمه بيا خپل ځانګړي بازارونه لري.
دلته په کار بوخت کولالان وايي، چې دا مهال يې بازار په ښه جوش کې روان دی او د خلکو علاقه د پخوا په څیر لا هم ژوندۍ ده.
خواجه محمد هغه کولال دی، چې د کولالۍ کسب او هنر د پلرونو څخه ورته په ميراث پاتې دی، نوموړی وايي:
«دا هنر زرګونه کلونه کيږي، چې په کندهار کې شته او اوس هم دوام لري، په کولاليو کې يوازې خټين لوښي نه جوړوو؛ بلکه د ځانګړو ودانيو لپاره نقشونه او خټين ډيزاينونه هم جوړوو، خو اوس دا ډول کمزوری شوی دی او ټوله توجه خټينو لوښو ته ده، چې د خلکو علاقه اوس هم ورسره دوام لري.»
نوموړی وايي، چې دا مهال د سلو په شاوخوا کې کولالۍ دوکانونه او کارخانې شته چې هره ورځ زرګونه لوښي د کندهار بازار، نژدې ولايتونو او حتی کابل ته هم وړل کيږي.
حاجي دين محمد دا مهال اويا کاله عمر لري او سپين ږيری دی، نوموړي د خپل عمر ټوله برخه په کولالي کې تيره کړې ده او وايي:
«ډير ښه کسب دی، ما له کوچنيوالي دا کسب زده کړی دی او تر اوسه پرې اخته يم، پلار او نيکونو مي هم دا کار کاوه او ما هم ډير خلک روزلي، چې اوس خپله د کولالۍ کسب کوي، زما چې په ياديږي دا کسب ژوندی پاتې دی او دا دی دا مهال هم ښه په درز کې روان دی.»
کولالان وايي، چې په کسب کې ښځې هيڅ راز ونډه نه لري او ماشومان د دوی سره د دې لپاره کار کوي، چې دا کسب زده کړي او په راتلونکي کې يې پر مخ بوزي.
د خټينو لوښو پلورونکي هم د دا ډول لوښو له بازاره خوښ دي او وايي، چې علاقه مندان يي ډير دي.
نظرمحمد دا مهال په ښکاپور دروازه کې د دا ډول لوښو او نورو توکو دوکان لري، نوموړی وايي، چې له دې لارې هره ورځ ښه ګټه کوي.
«زه هره ورځ د پنځوسو څخه تر سلو پوري د کولالۍ لوښي خرڅوم او ښه ګټه پرې کوم، خلک منګي، کونجيانې، چلمان، خزانې او ګلدانۍ کورونو او خپلو د هستوګنو ځايونه ته وړي او کار ترې اخلي دي، تر نيکلي او چيني لوښو خلکو ته په دا ډول لوښو کې د اوبو څښل خوند ورکوي، زه هره ورځ د پنځو سوو افغانيو په شاخوا کي پيسې ګټم او راضي يم .»
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر محمدناصر هېواد د کولالۍ هنر خورا پخوانی او پرمخ تللی کسب بولی نوموړي وايي، چې که څه هم دا پنځه زره کلن هنر پر ځای پاته دی خو په دې وروستيو کې د نورو هېوادونو تر تاثير لاندې دی او توليد يې د چين، هند او پاکستان د خټينو لوښو جوړښت ته ورته شوی دی.
عزيز وايي ځانګړی نقش او د لوښو تر پخيدو وروسته د ډيزاين لپاره د نورو موادو کارول د چين، هند او پاکستان د لوښو څخه تقليد شوي دي او اوس يي دلته رواج موندلی دی.
نوموړی دا هنر له زمانو راهيسې پخوانی بولي او وايي چې اوس هم په جوش کې روان دی او مينه وال يې حتی تر اروپا او امريکا پورې وړي.
« دا هنر د منډيګک له وخته پاته دی چې پنځه زره کاله يې کيږي، د مقدوني سکندر په وخت کې کولالانو خټين خومونه جوړول او بيا به يې کلاوي پرې جوړولې، همداسې ساده پاته وو، چې د احمدشاهي عصر په منځ ته راتګ سره يې شکل تغير وکړ او ډول ډول ډيزاينونه پکښي رامنځ ته شول چې د وخت په تيريدو سره يې ډايزاينونه نور هم ډير شول.
هغه افغانان چې په امريکا او اروپا کې اوسيږي هم د دې لوښو مينه وال دي او کله چې کندهار ته راځي د خپلو کورونو لپاره يې وړي او استعمالوي يي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر محمد ناصر هيواد وايي، چې په دولتي چوکاټ کې د امکاناتو د نه شتون له امله دې هنر ته هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې، خو ژمنه کوي، چې په نژدې راتلونکي کې به د کولالۍ د هنر له لاري د جوړو شويو توکو يوه لوی نندارتون جوړ کړي څو کولالان تشويق شي او خپل کار ته نوره هم ادامه ورکړي.
د کولالۍ په هنر کې تر ټولو ډير ارزښت د خټو څخه جوړو شويو د مستو پيالو، منګيانو، کونجيانو او ګلدانيانو ته ورکول کيږي.
کولالان او د دې هنر مينه وال غواړي، چې دولت په ملي او نړيواله کچه د دې توکو لپاره بازار پيدا کړي او دا کندهاری هنر يوازې تر کندهاره محدود نه شي.
په وينا يې چې که په ملي او نړيواله کچه بازار ورته پيدا شي دوی به خپل کارونه نور هم پراخ کړي ېي له لارې به يې دوی ښه ګټه هم کړې وي او د دې هنر د ژوندي پاته کيدو لپاره به هم زمينه برابره شوي وي.
احمد لودین- کندهار