روسيه وايي، چي داعش وسلوالي ډلي د افغانستان په شمالي کي شاوخوا ۵۰۰۰ جنګيالي ځای پر ځای کړي دي او غواړي چي سيمه د نا امنۍ خواته ټېل وهي.
د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې مشر الکساندر بورتنيکوف وايي، چي داعش د افغانستان په شمال کي خپل هغه جنګيالي ځای پر ځای کړي دي، چي وړاندي په سوريه کي د دغه وسلوالي ډلي په ليکو کي جنګېدل.
نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په تاجکستان کي وکړې.
د روسیې د تاس خبري اژانس د بورتنیکوف له خولې لیکلي”د داعش د خراسان څانګې دغو سیمو ته شاوخوا ۵۰۰۰ سره جنګیالي استولي. په دغو جنګیالیو کي یې ډېری په سوریه کي د داعش په لیکو کې جنګېدلي.”
نوموړی وايي دا جنګیالي د نشه يي توکو او انسانانو په ناقانونه قاچاق کي هم دخیل دي.
افغان چارواکو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندی ئې د جوزجان په ولايت کي ددغي ډلي پر ضد عمليات وکړل، چي تقريبا ټول جنګيالي ئې افغان ځواکونو ته تسليم سول.