تمه ده نن به د ولسي جرګې د مشرتابه ټاکلو پر سر جوړ سوی کمېسون خپله پرېکړه اعلان کړي.
د ولسي جرګې د مشر ټاکلو لپاره دوې ورځي وړاندي ټاکني وسوې، چي د خوست ولايت استازی کمال ناصر اصولي او د پروان ولايت استازی مير رحمان رحماني ورته نوماندان وه.
د پالمان د رئيس ټاکلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وې، خو ياد شمېر رايي يوه کانديد هم لاسته رانه وړې.
مير رحمان رحماني د ۱۲۳ رايو په ترلاسه کولو د جرګې د موقت مشر لخوا د پارلمان د رئيس په توګه وټاکل سو، چي دې کار د پارلمان د استازو غبرګونونه راوپارول او دده د رياست سره ئې مخالفت څرګند کړ.
ښځينه استازو د مير رحمان رحماني د رياست پر څوکۍ د کښېناستلو مخه ونيول، چي دې کار په پارلمان کي د استازو ترمنځ فزيکي شخړي ته لار هواره کړل.
تېره ورځ د يادي شخړي د هوارولو لپاره يو کمېسون و ټاکل سو، چي تمه ده نن به د مشرتابه په هکله خپله پرېکړه اعلان کړي.