د امريكا پوځونه وايي د افغانستان په سوېل كې يې پر طالبانو هغه مهال هوايي بريد وكړ چې ددوى د ګزمې يو كاروان د طالبانو د بريد لاندې راغى .
دايتلافي ځواكونو يوه مطبوعاتي اعلاميه وايي چې په دې هوايي بريد كې يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي .
اعلاميه وايي ددوى ځواكونه هغه مهال د ارزګان په ولايت كې د سړك د غاړې د بمي بريد لاندې راغلل چې دافغان ځواكونو سره په يوې ګډې ګزمې بوخت و . پيښه د جمعې په ورځ شوې ده .
له دې پيښې وروسته نړيوالو ځواكونو هوايي بريد وكړ . اعلاميه وايي يو شمير نور طالبان په يو بل هوايي بريد كې په فراه كې وژل شوي دي . د طالبانو سر چينو ويلي دي چې د امريكا په مشرۍ د ټلوالې په دغو هيوايي بريدونو كې ډيرى ملكي خلك وژل شوي دي او ددوى جنګياليو ته زيان نه دى اوښتى .
طالبانو سږ كال د جنوبي ولايتونو ډيره برخه د خپل كنټرول لاندې راوستلې ده . دوى په حكومتي او ايتلافي ځواكونو خپل فشار ډير كړى دى .