څلوريزه
ستــــا د زلفو د جنت په ښكلې شپه كې
ستا د حُسن د جما ل ستورې ځليږي
ستا دسترګو د ښا يست په ښكلي جام كې
د مستۍ د كرشمو جلوه نڅيږ ي
غزل
د شپې په خا موشۍ كې يو ملنګ په لار روان دى
د خپل زړه له نغمو سره په شرنګ په لار روان دى
د ستورو د رڼا دخند ا ګا نـــــــــــــــو سمندر كې
د خيا ل د مست خمار په ميو رنګ په لار روا ن دى
احسا س يې په حواسـو كې د عشق بڅرې پاشــــي
د اور پر سرو لمبـــــو لكه پتنګ په لار روان دى
سوځيږي له يو درده د اسې ډوب دى پخپل ځان كې
د وخت له نفرتـــــو سره په جنګ په لار روان دى
سوالګر دى د يو حُسن د غرور سترګې يې سرې دي
د ا ښـــــكلى قلندر خو لا د ننګ په لار روان دى
عبد الاحد پيغام _ كابل
۱۷- ۷ – ۱۳۸۶