د پاكستان د مسليم ليګ ن مشر نواز شريف پرون د خپل ګوند له يو تن غړي مېرزا محمد جاويد سره د جمعې د لمانځه له ادا كولو وروسته د خپلو خبرو پر مهال ويلي دي چې :
پاكستان د ماهال تر ټولو په خراب حالت كې دى او تر ډېر نازك زخت د تېرېدو په حال كې دى .
د اردو پواينټ د يو خبر له مخې ده ويلي دي چې په هېواد كې د اوړو نيستې او د نرخونو لوړوالى زمونږ نه بلكې د تېر حكومت د كارنامو پايله ده .
نواز شريف زياته كړې ده چې :
هغه وخت ډېر نږدې دى چې د پاكستان له خاورې څخه د پرويز مشرف سېورې ورك شي .
د سرچينې د خبر له مخې دده په وينا پرې به نږدي چې پاكستان د امريكا په يو ايالت بدل شي .