بسم الله الرحمن الرحیم
پښتانه د څو مهیمو بنسټیزیو ستونزو سره مخ دی چې هر یو یی غربت، جهالت، د روغتیایی اسانتیاوه نشتوالی، په دولت کې ورته سمه برخه نه ورکول، په مورنې ژبه د زدکړو څخه مهرومیدل،او داسې نوری په درجنونو لوی او کوچنی ستونځې دی چې پښتانه ورسره لاس او ګریوان دی او همدی ستونزو پښتانه دی ته چمتو کړی چې تل وجنګیږی .
که مونږ د پښتنو سیمو ته وګورو نو په اکثره سیمو کی تر یویشتمي پیړی پوری ښونځې نه وه او یا تش په نامه وه، د انجونو ښونځې خو یی لا تر اوسه نشته، او هم څرنګه چې د نړی د هر ماشوم حق دی چې په خپله مورنې ژبې زدکړه وکړی خو افسوس پښتون ماشوم په تیرو وختو کې او حتې اوس هم د دې حق څخه بې برخې دی، همدارنګه د دوی ځوانان هم د لوړو زدکړو څخه مهرومه پاتې شوی یا کړای شوی دی، هغه ځکه چې د پښتنو په اکثره سیمو کی د ګوتو په شمیر پوهنتونونه وه یا که لږ یی نور هم روښانه کړم نو تراوسه صرف دوه پوهنتونونه وه چې یو د کابل او بل د ننګرهار پوهنتون وه، نو ډیر هغه محصلین چه باید پوهنتونونو ته لاړ شی د یوی خوا عربت او د بلی خوا ژبنیو ستونزو ورته دا اجازه نه ورکوله چې لوړی زدکړی ترسره کړی او د علم او پوهی له لاری ځانونو ته د امن فضاء چمتو او ژوند پکې تیر کړی . همدارنګه په کلتوری او ټولنیز لحاز پښتانه ودونه ژرکوی ، اولادونه ډیر لری، ځمکې یی کمی دی، ډیر یی مسلکې زدکړی نه لري، چه اکثره په کښت او کرونده بوښت دی او د همدی لاری نه خپل ورځنې ژوند پوره کوي، او هم دولت دا ندی غوښتی چه د دوی په سیمو کی د بریښنا کومه پروژه، د روغتیا اسانتیاوی او یا دکرهڼی او مالداری پروژی پلی کړی، یا دوی ته سړکونه تیر کړی ترڅو خپل حاصلات لویو بازارونو ته ولیږی او یا ښارونوته د کوم کار او مزدوری لپاره لاړ شي .
څرنګه چې امنیت د یوی سیمې د پرمختګ او ترقی لپاره یو اساسې ضرورت دي خو که چیری مونږ تیر تاریخ ولولو نو دا راته راڅرګندیږی چې افغانستان کی تل ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه کړی او دا لاس وهنه د دې سبب شوی چې په سرحدی سیمو کې چه اکثره یی د پښتنو سیمې دی امنیت خراب کړی. اوهم دې ګاونډیانو تل غوښتې چې پښتانه د هغوی د لاس لاندی کار وکړی . او د یو بل هیواد یا ځواک په هیځ راپورته نشي، د یوی خوا ګاونډیان په دی ویره کی دي چې که چیری پښتانه علم او ترقی حاصله کړی او د تیرو وختونو په شان سره یو موټه او یو لاس شي نو په راتلونکې که به هغه سیمې چې د افغانستان څخه بیلی کړی شوی یا نیولی شوی دی بیرته به یی افغانستان سره یوځای کړی او یا به یی د نیولو هڅه وکړی، نو همدا وجه ده چې دوی ته یی داسې زمینه برابره کړی چې دوی په خپل مینځې جګړو اخته او په یو او بل نوم وټکوی،
او هم که چیری د نړی تاریخ ته وګورو نو نړیوالو لویو لویو ځواکونو د پښتنو په سیمو په څو څو ځله یرغلونه کړی چه په نتیجه کښې د پښتنو لخوا په شا تمبول شوی دي، چه دغو یرغلونو دی ته زمینه مساعده کړی چه پښتانه د تاریخ په اوږدو کی د دوی تر ټولو ستر دوښمنان وګرځوی، او دوی په خپل وار سره دا کوښښ کړی چه پښتانه د ترقی او پرمختګ څخه بې برخې پاتې کړي، چې تر ډیره حده دوی په دی وتوانیدل چې د پښتنو په سیمو د لسیزو لپاره اور بل کړی . چې په دی اور کې پښتانه د زدکړی او روغتیایی اسانتیاوه د نعمتونو څخه بی برخې پاتې شول،اوهمدا شان همیشه دوی په جنګونو کې وروزل شول او د دوی سیمی تر ډیره حده پوری نا امنه او په خپل مینځې جګړو بوختې شوی چې په نتیجه کې د نورو هیوادنو د استخباراتې ډلو تر تاثیر لاندی راغلی چه په دی اور کې لا تر اوسه سوزیږی .
خو اوس پښتانه په دې پوه شوی دی چې دغه جګړه په دوی باندی تحمیل شوی ده او غواړی د امن په فضاء کې ژوند تیرکړی او د پرمختګ او ترقي لاره خپله کړی، نو باید اوس نړیواله ټولنه او په خصوصې توګه د افغانستان دولت که غواړې چې په ټوله نړی او په ټول افغانستان کښی په ریښتیا او صحیح توګه امن راشې نو په ډیر اخلاص سره باید کار وکړی، دغو سیمو ته ورشي ، حالات د نیږدی څخه وڅاری او د دغو ستونزو د حل لپاره جدی اقدام وکړی، او هم د پښتنو په دغو سیمو کې د دولت او ملګرو ملتونو لخوا صحیح او پوه پلاوی وټاکل شي ترڅو د خلکو د ستونزو څخه دولت او نړیواله ټولنه خبر کړی، او که چیری دوی داسې ونه کړل نو په راتلونکې که به د بلې نړیوالې جګړی سبب همدا د علم د رڼا څخه بی برخې پاتې کړی شوی پښتانه وی .
په درناوی . . .