د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کي يوه محلي سندرغاړې مينه د خپل خاوند لخوا په ډزو وژل سوې ده.
د سيمي خلګ وايي، چي د ميني خاوند هغه تېره ورځ د روژه مات مهال په ډزو وژلې ده.
د ميني خاوند چي شوکت نومېږي د پيښي له ځايه تښتېدلی دی.
په خيبر پښتونخوا کي د هنرمندانو په تېره ښځينه سندرغاړو ته په دې وروستيو کي زيات زيانونه رسېدلي دي.
د روان کال په فبرورۍ مياشت کي هم د پښتو ډرامو اداکاره لبنا چي په ګلالۍ مشهوره وه مردان کي ووژل سوه او مړی ئې په يو پټۍ کي وموندل سو.