د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير فواد چودري ويلي، چي علماء د پاکستان د جوړلو مخالف وه او جناح ته به ئې کافر اعظم ويل.
فواد چودري پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په پاکستان کي د رمضان مياشتي په هکله بيا اختلافات راپورته سوي دي.
د پاکستان دولتي اداره وايي، چي په هيواد کي به د نوري اسلامی نړۍ خلاف د سه شنبې په ورځ د روژې اوله وي، خو بل لور ته بيا ځايي ملايان وايي، چي د رمضان مياشت ليدل سوې او نن د دوشنبې يا ګل په ورځ د رمضان لومړۍ نېټه ده.
د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير فواد چودري دغه اختلافاتو ته په کتلو يو ټويټ کړی او ويلي ئې دي، چي د هيواد راتلونکی به ملايان نه بلکي ځوانان جوړوي او د ټکنالوجۍ په مټ به هيواد مخ ته ځي نه د ملايانو په خبرو.
یہ فیصلہ کہ ملک کیسے چلنا ہے مولانا پر نہیں چھوڑا جا سکتا، اس رو سے پاکستان کا قیام ہی عمل میں نہ آتا کیونکہ تمام بڑے علماء تو پاکستان کے قیام کے مخالف تھے اور جناح صاحب کو کافر آعظم کہتے تھے، آگے کا سفر مولویوں نے نہیں نوجوانوں نے کرنا ہے اور ٹیکنالوجی ہی قوم کو آگے لیجا سکتی ہے https://t.co/HEXcJVWfTW
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) May 5, 2019
نوموړي ويلي: “دا فېصله چي ملک به څنګه چلول کېږي په ملايانو نه کېږي ، که موږ د ملايانو خبرو ته کتلای نو پاکستان به نه وای جوړ سوی، ځکه چي ټول غټ علماء خو د پاکستان د جوړېدو پرضد وه او جناح صاحب ته به ئې کافر اعظم ويل”.
نوموړي دا هم ويلی، چي په راتلونکي کي به دوی يوه پنځه کسيزه کمېټه جوړه کړي، چي د روژې، اختر، محرم الحرام او نورو نېټو په هلکه به مالومات خپروي.