
د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چي په سپین بولدک ولسوالۍ کي ۲۱ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، چي تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د بولک نیکه پر پوستې وسلوالو حمله کړي چي په پايله کي يې ۱۴تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او ۷ تنه زخميان سوي دي.
د ښاغلي عزيزي په خبره، په دغه نښته کي همدارنګه ۳ پوليس هم وژل سوي او ۴ تنه زخميان دي.
طالبانو تر دامهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.
دا نښته پر داسي مهال رامنځ ته سوې، چي تېره ورځ ولسمشر غني د روژې مياشتي په مناسبت پر طالبانو د اوربند ږغ وکړ، خو طالبانو وويل، چي په روژه مياشت کي جګړه تر نورو مياشتو زيات ثواب لري، نو په همدې اساس اوربند نه کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه