نن په کابل کي د سولي په تړاو مشورتي لويه جرګه پرانستل کېږي.
د لويي جرګې انتظاميه کمېټه وايي، چي د لويي جرګې لپاره ئې پوره انتظامات نيولي دي او ګډونوال د لويي جرګې خېمې ته راروان دي.
په دغه جرګه کي د هيواد د ټولو ولايتونو څخه ۳۰۰۰ کسان راغلي دي چي ۳۰سلنه پکي ښځي دي.
لويه جرګه به څلور ورځي روانه وي او په همدې ورځو کي د کابل ښار کي رخصتي ده.
چارواکي وايي، چي په همدې مناسبت ئې په کابل ښار کي کلک امنيتي تدابير نيولي دي.