نن په چمن ښار کي د پوليو ضد واکسين پر دوو ښځينه کارکونکو ډزي سوي، چي په نتيجه کي يوه ښځه وژل سوې او بله ژوبل ده.
پېښه د چمن په سلطانزي کلي کي سوې ده او د ډزو وروسته بريد کونکي له سيمي تښتېدلي دي.
دا په دريو ورځو کي په پر له پسې توګه دريمه پېښه ده چي د پوليو پر ضد د کمپاين پر کارکونکو کېږي.
پرون د خيبر پښتونخوا په بونير سيمه کي او له هغه څخه وړاندي په بنو کي د پوليو ټيم پر ساتونکو ډزي سوي چي يو تن پکي وژل سوی وو.
نړيوال روغتيايي سازمان وايي، چي د پوليوتازه پېښي په هغه سيمو کي رامنځ ته سوي چي هلته د واکسين مخنيوی سوی دی.
د پوليو تازه پېښي پرون په بنو، شمالي وزيرستان، هلمند او کندهار کي رامنځ ته سوي دي.