په سريلانکا کي د سويو بريدونو د تورنو کسانو څخه د يوه کس مېرمن چي حامله وه ځانوژنه کړې ده او د ځان سره ئې درې واړه ماشومان هم وژلي دي.
د سرېلانکا پوليس وايي، چي دغه ښځي هغه وخت ځانوژنه وکړه، چي کله د بريدونو وروسته پوليس د دوی کور محاصره کړ.
راپورونه وايي، چي دغه مېرمن اميندوراه (حامله) هم وه.
په سرېلانکا کي د تېري يکشنبې په ورځ په بريدونو کي شاه وخوا ۳۵۰ کسان ووژل سول او تر ۵۰۰ زيات نور ژوبل سول.
بريدونه په پلازمېنه او د هيواد په نورو برخو کي پر کلېساوو او هوټلونو سوي دي.
د دغه بريدونو پړه داعش وسلوالي ډلي ومنل.
د پوليسو په وينا په بريدونو کي ۹ کسان ښکېل وه، چي په دوی کي د يوې شتمني کورنۍ دوه وروڼه هم شامل وه.
د پوليسو په وينا، يوه ځانمرګي بريدګر په برتانيا او استراليا کي لوړي زده کړي هم کړي وې.
بل خوا د سريلانکا لومړي وزير د امنيتي چارو دوو مهمو کسانو ته د استعفا کولو امر کړی دی