دپاکستان لومړي وزير عمران خان ايران ته د خپل سفر پر مهال ويلي دي، چي د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د جاپان او جرمني ترمنځ پر ګډه پوله سوداګري او صنعت وده وکړه.
جاپان د اسيا په ختيځ او جرمنی د منځنۍ اروپا يو هيواد دی چي ترمنځ ئې ډېره فاصله ده.
نوموړي دا خبري د خپل سفر په يوه څنډه کي کړي او موخه ئې داوه چي د ايران او پاکستان ترمنځ پر پوله هم بايد سوداګري ډېره سي.
پر عمران خان د هغه د څرګندونو له امله نيوکي کېږي، چي د جغرافيې په هکله ئې مالومات صفر دي.
Japan is an island country in East Asia located in the Pacific. Germany is in central Europe. They had the same location during the 2nd World War in which they were allies. But PM Imran thinks otherwise and says so before international audience. pic.twitter.com/aR45Y7T2bP
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) April 22, 2019
د جرمني او جاپان ترمنځ نهه زره يو اويا کيلومتره فاصله ده.
د عمران خان د خبرو په غبرګون کي د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي : “هرکله چي اکسفورډ پوهنتون یواځي د کرکيټ پر اساس داخلې ورکوي نو بیا خو به خود داسي کیږي”.
عمران خان چي کله د پوځي چارو په هکله خبري کوي دا به د پاکستان د پوځ لخوا ورته ورکول سوي خبري وی، چي له هغه څخه عمران خان يوه کلمه هم نه سي بدلولای. خو کله چي نوموړي ته د اقتصاد يا نورو اجتماعي موضوعاتو په هکله ازادي ورکړل سي، بيا ئې مالوماتو او پوهي کچه مالومه سي.
د نوموړي د تازه څرګندونو څخه داسي مالومېږي،چي نوموړی په جغرافيه کي هيڅ مالومات نه لري.