د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چي د بلوچستان په اوماړه سيمه کي د ۱۴ کسانو د وژني په تړاو د ترهګرو سره مرسته ايران کړې ده.
نوموړي وويل، چي دهغه کسانو سره ايران مرسته کړې ده، کومو چي دوې ورځي وړاندي د کراچي – ګوادر پر لويه لار ۱۴ کسان ووژل.
داپريل پر ۱۸ نېټه د بلوچستان په مکران سيمه کي پر کوسټل لويه لار نامالومه وسلوالو ۱۴ تنه له سورلۍ کښته کړي او وژلي دي.
عيني شاهدان وايي، چي د شپې ناوخته د کراچي – ګوادر پر لويه لار وسلوال موټر ته راوختل، د ټولو څخه ئې د شناخته کارډونو پوښتنه وکړه او وروسته ئې دغه ۱۴ کسان کښته کړل او وئې وژل.
د وژل سويو کسانو مړي نژدې روغتون ته وړل سوي، ترڅو مالومه کړي چي دا وګړي د کوم ځای دي.
د پېښي پړه تر دامهاله کومي وسوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.
په دې وروستيو کي په سيمه کي د ناامنۍ پېښي زياتي سوي چي عام اولس د پړې ګوته پاکستاني پوځ او استخباراتو ته نيسي.
پاکستاني استخبارات په بېلابېلو نومونو ډلي رامنځ ته کړي دي، چي د نا امنۍ د رامنځ ته کولو لپاره ورڅخه کار اخلي.
تېره اونۍ د کوټي په سبزي منډۍ کي هم يوې چاودني ۲۰ هزاره توکمه ولسي وګړي ووژل او تر ۴۰ زيات ئې ژوبل کړل.
د هزاره ټولني مشران وايي، چي پوځ ددوی سره ژمنه کړې وه چي امنيت به ئې خوندي کوي، خو د وروستيو پېښو څخه جوتېږي چي په همدې پېښو کي مخامخ پوځ او استخبارات لاس لري.