
د محکوم وطن پېښور ښار د ( ايډورډز ) په نوم ښوونځی (سکول) د دغه ښار لومړنۍ تعليمي اداره ده چي په کال ۱۸۵۵ کي ئې په فعاليت پيل وکړ.
له نن څخه ۱۶۴ کاله وړاندي جوړ سوي دغه ښوونځي کي د محکوم او ازاد وطن ګڼو مهمو څېرو هم زده کړي کړي دي.
په پېښور کی د تاريخي اثارو ساتونکی او تاريخپوه شفيق ګګياڼي وايي، چي په تاريخي توګه دا ښوونځی د افغان واليانو(ګورنرانو) ماڼۍ وه، خو هند ته د انګرېزانو د راتګ وروسته دا ماڼۍ په ښوونځي بدله سوه.
نوموړی وايي: “په تاریخي توګه دا د امیردوست محمد خان د دوو وروڼو سلطان محمد خان او یارمحمد خان کور وو، دوی په پېښور کي ګورنران هم تېر سوي دي، خو کله چي په ۱۸۵۵ م کال کي انګرېزان راغلل نو بیا ئې دا په رسمي توګه په سکول بدل کړ”.
دا ښوونځی د هغه وخت انګرېز چارواکي هربرټ ایډورډز جوړ کړی وو، چي نه یواځي په پېښور بلکي په ټوله پښتونخوا کي لومړنی ښوونځی وو.

شفیق ګګیاڼی وایي: “په دې سکول کي باچاخان، د هغه ورور ډاکټر خان، عبدالقیوم خان، سردار عبدالرب نشتر، لیکوال پطرس بخاري، د پاکستان پخواني صدر جنرل یحيی خان او د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب سبق ویلی دی”.
د ایډورډ سکول پخوانۍ تاریخي ودانۍ اوس ټوله نړول شوې او شاوخوا پینځوس کاله مخکې نوې ودانۍ جوړه شوې، خو یواځې یوه پخوانۍ دروازه پکې پاتې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه