چودري : د قانون واکمني او دخپلواکې عدليې رامنځته لازمه ده
دسترې محکمې له دندي ګوښه کړل شوي رئيس افتخار محمد چودري وايي د قانون واکمني او دخپلواکې عدليې رامنځته لازمه ده دمنوبهيل په شان د وسيو حل کول پکار دي په کراچي کښې دسنده هائي کورټ وکيلانوته په خپله وينا کښې جسټس افتخار چودري وويل دعدليې د بحالۍ په غورځنګ کښې ورځ په ورځ توندوالۍ راځي او دغه غورځنګ نورهم پياوړي شويدي دسترې محکمې برطرف رئيس د وکيلانو دغورځنګ دنوموړي وکيل پرمرګ خواشيني ښودلو سره دده مبارزه وستايله او زياته يي کړه امداد على اعوان زمونږ په زړونوکښې ځاي لري.
لکى مروت :
په لکى مروت کښې ددوو ډلو ترمنځ په نښته کښې ٤تنه وژل شويدي او يو تن ټپي شويدي دراپورترمخه دلکي مروت تاڼه غزنى خيل ته نږدې دخانزاده په سيمه کښې ددوو ډلو ترمنځ وسلواله نښته وشوه او مرگ ژوبله واوښته دنښتې رامنځته کيدو علت ندى ښودل شوى.
وزير اعظم دامريکا دډيموکراټ ګوند له کانديد بارک اوبا ما سره وکتل
وزيراعظم يوسف رضاگيلانى دامريکا دډيموکراټ ګوند له کانديد بارک اوبا ما سره وکتل دغه ملاقات دواشنګټن په هغه هوټل کښې شوى چرته چې دپاکستان وزيراعظم اوسى يوساعت ملاقات کولو وروسته وزيراعظم خبر يالانو ته يواځى دومره وويل چې په ملاقات کښې ګټه ورې خبرې وشوې بلخواته وزيراعظم يوسف رضاګيلاني په واشنګټن کښې دپاکستانيانو يوې غونډې ته دوينا پرمهال وويل حکومت دعدليې دخپلواکۍ پرژمنه ولاړ دى او ډير ژربه دغه مسئله حل کړل شي.
په سوات کښې درنه جګړه روانه ده
د رپوټونو ترمخه دسوات په تحصيل مټه کښې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کښې دطالبانو دمشهورقوماندان تورملا او نورو لسو قوماندانانو په شمول ٤٨ طالبان وژل شويدي په نښتو کښې دپوځ ددوو تنو افسرانوپه شمول پنځه تنه وژل شويدي طالبانود تور ملا دوژل کيدو خبر تائيد کړيدي امنيتي ځواکونوپه سوات کښې تر نامعلوم وخت پورې ګرځنده بنديز لګولى دى دسوات داطلاعاتو دمرکز درپورټ ترمخه دمټې په سيمه ونش چيک پوسټ سره بانډه او نورو اړوند سيمو کښې درنه جګړه روانه وه په سربانډى کښې دنښتوپرمهال تر٢٥ تنه زيات طالبان وژل شويدي خوطالبانو د دولت ادعا رد کړيده او وايې چې په جګړه کښې يې پنځه ملګري وژل شوى او څوتنه ژوبل شويدي بلخواته مټې پوليسو پرمرکز باندي دبريد وروسته دامنيتى ځواکونواو طالبانو ترمنځ سخته نښته پيل شويده چې په پايله کښې يي د ولس تنه وسلوال طالبان مړه اوگڼ ژوبل شويدي طالبانو په مختلفو سيمو کښې ونې نړولو سره سړکونه تړلي دي بلخواته طالبانو په مټه کښې زغره بند موټر په مالم جبه کښې دپى ډى ټى سى هوټل او د پوځ استوگنځى سوځول دى په گولى باغ کښې يي دانجونو ښوونځى او په جوزه سيمه کښې څلور پلونه په بمونو الوزولي دي بلخواته ځينو رسنيو داسي رپوټونه ورکړيدي چې د عملياتو پرمهال ښځو او ماشومانو ته هم زيان اوښتۍ دى عمليات وروسته له هغه پيل شول چې کله تيره ورځ طالبانو تر ديرش زيات يوليس وتښتول.
دنيويارک ټائمز په حواله خبر ورکړيدى چې CIA …
بر يتانوي خبري سرچينې دنيويارک ټائمز په حواله خبر ورکړيدى چې دامريکاد څارگرې اداې سى آئى اې پوه لوړرتبه مامور په قبايلي سيمو کښې دوسلوالو طالبانو اودپاکستان داستخباراتى ډلې اآئى ايس آئى تر منځ د اړيکو په هکله يو رپورټ دپاکستان لوړ رتبه چارواکو ته سپارلو سره داقداماتو غوښتنه کړيده نيويارک ټائمز دامريکا دپوځى او دفاعى چارواکو په حواله سره ويلي دي چى دسى اآئى ايس مرستيال سټيفن له دورې څخه په ډاگه کېږي چې امريکا دپاکستان داستخباراتى ادارو اوپه افغانستان کښې دتاوتريخوالي زمه واره اورپکو ترمنځ پرروابطو دسخت گام اوچتولو په خوا روانه ده دورځپاڼې ترمخه پدغه ډله کښې دطالبانو يو قوماندان مولوي جلال الدين حقانى هم شامل دى ديوه امريکا يي چارواکي دوينا ترمخه ددغې خبرې څه ثبوت نشته چې پاکستان په باقاعده توګه له القاعده سره مرسته کوي خوپرد غه خبره امريکا له ډيره وخته انديښنه لري چې پاکستان دحقاني ډلې سره تعلق لري او حقانى ډله له القاعده سره تعلق لري.
په کالاباغ کښې دکورنۍ جگړې په ترڅ کښې يوې مور …
په کالاباغ کښې دکورنۍ جگړې په ترڅ کښې يوې مور خپل دوه ماشومان ووژل او وروسته بيا خاوند خپله ميرمن ووژله دپوليسو ترمخه په بانګي خيل کښې دثمينه بى بى دخپل خاوند سره داخته کيدو وروسته دخاوند په غير موجودګې کښې خپل دوه ماشومان محمد ارمان او ارشاد الله غره غره کړل پدغه وخت ورباندې خاوند راغلۍ او ماشومان ليدلو سره يې خپله ميرمن يې په تبر ووهله او دمرګ کندې ته وغورځوله د درې تنو دوژل کيدو خبر خپريدو سره په ټوله سيمه کښې ويرخور شو پوليس اسدالله ونيولى.
پښتونخوا :
دصوبه سرحدداطلاعاتو وزير مياافتخار حسين ويلي دي سرحد حکومت دخبرو دلاريګ دامنيت پر ټينگښت باور لري خوکه داسي ونشو نو خپله اخيرنى ستراتيژي يعنى دزور څخه به کار واخلو په پيښور کښې دشخصي ټلويزون سره په خبرو اترو کښې ايالتي وزيروويل حکومت دامنيت لپاره له طالبانو سره دسولې تړون وکړ او ددغه تړون بنسټيز علت دعوامي نيشنل ګوند دعدم تشدد فلسفه وه خوکه چرته بيا هم څوک دلوظنامې څخه سرغړونه کوي نو حکومت اړدى چې د زور څخه کار واخلي داطلاعاتو وزير وايي دغه خبره غلطه ده چى حکومت دترهګرو سره دسولې تړون کړيدى.
پښتونخوا :
د صوبه سرحد وزيراعلى امير حيدرخان هوتي ويلي دي چى په صوبه کښې حکومت دامنيت دټينگښت لپاره دخبرو اترو لاره خپله کړيده خوکه چرته څوک دحکومت واکمنۍ ته خنډ جوړ کړي نو حکومت به دهغوى پرضد سخت عمليات تر سره کړى دغه خبرې دصوبه سرحد وزيراعلى دپنجاب له ګورنر سلمان تاثير سره دملاقات پرمهال وکړې وزيراعلى زياته کړه دعوام دسراومال ژغورنه دحکومت دنده ده ددغه مقصد لپاره به حکومت هر ډول لاره خپلوي پدغه وخت دپنجاب ګورنر دسرحد حکومت لخوا دامنيت لپاره اخستي ګامونه وستايل.