د هزاره ټولني فعاله غړې او وکيله جليله حيدر وايي، په کوټه کي د تېري ورځي بمي بريد دا وښودل چي پاکستانی پوځ نه غواړي هزاره وګړي خوندي کړي.
نوموړي ويلي، چي دغه بريد د پوځ د مشر ژمني شنډي کړې او اوس ټولو ته مالومه سوه چي د هغه پوچي وعدې يواځي په خوله وې، په عملي ميدان کي هيڅ هم نه کوي.
جليله حيدر پر خپله ټوټرپاڼه ليکلي دي:”داسي ژمني چي وفا ورباندي نه کېږي هيڅ مانا نه لري، نن نوري کونډې او نور يتيمان راپاتي سول.”
تېره ورځ د کوټي په هزارګنجي سيمه کي يوه بريد شاوخوا ۲۰ تنه ووژل او تر ۵۰ پوري نور ئې ژوبل کړل.
په وژل سويو کي ۸ تنه د هزاره توکمو وګړي هم دي.
آغلي حيدر تېره کال د هزاره وګړو د مرموزو وژنو پرضد د نه خوړلو احتجاج پيل کړ او د هغې په ملاتړ په کوټه کي څلور نوري احتجاجي ناستي هم پيل سوې.
په کوټه کي هغه مهال د پاکستان پوځ د هزاره وو د امنيت د خونديتوب ژمنه وکړه، خو دا ژمنه هسي د خولې ژمنه وه چي په عمل کي ئې هيڅ نتيجه ورنه کړه.
پر هزاره ګانو د بريد پړه لښکر جنګوي ډله پر غاړه اخلي چي د پاکستاني پوځ په ملاتړ په سيمه کي ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.