د سره صليب نړيوالي ادارې په افغانستان کي خپل فعاليتونه درولي دي.
دسره صليب نړيواله اداره وايي، چي تر هغو به خپل فعاليتونه پيل نه کړي ترڅو چي ددوی د کارمندانو د امنيت خونديتوب ضمانت نه وي سوی.
د سره صليب ادارې وروسته له هغه په افغانستان کي خپل فعاليتونه وځنډول چي طالبانو دغه ادارې ته ګواښونه وکړل.
طالبانو په يوې اعلاميه کي ويلي، چي په افغانستان کي د سره صليب اداره او د روغتيا نړيوال سازمان ته اجازه نه ورکوي چي خپل فعاليتونو ته ادامه ورکړي.
طالبانو ويلي، چي د افغانستان جګړه ايز حالت ته په کتلو دغه ادارې خپل فعاليتونه شکمن کړي او پر هغه ژمنو نه دي درېدلي چي د طالبانو سره ئې کړي دي.
د سره صليب کمېټې رسنيز مسؤول روبين واودا وويل: “موږ د طالبانو اعلامیه ولیدله او پرېکړه مو وکړه چي پرته له امنیتي ضمانته باید خپل فعالیتونه ودروو، له همدې امله د سره صلیب نړیواله کمېټه نه سي کولای چي د هېواد په بېلابېلو برخو کي خلکو ته خدمات ورسوي.”
له دې وړاندي هم طالبانو د سره صليب پر نړيوالي کمېټې بنديزونه لګولي، چي وروسته د خبرو اترو له لاري حل سوي دي.
سور صليب په افغانستان کي د جګړې د قربانيانو سره مالي او روغتيايي مرستي کوي.
د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په غبرګون کي تردا مهاله افغان دولت او د روغتيا نړيوال سازمان څه نه دي ويلي.