کور / تازه خبرونه / اسماعيل خان په لمړي وارکندهارته رالى اوددهلې بندپاکه وي

اسماعيل خان په لمړي وارکندهارته رالى اوددهلې بندپاکه وي

دهيوادداوبواورېښناوزيراسماعيل خان کندهارته په خپل لمړني سفرکې اعلان وکړچې دکندهاردبرېښنا سيستم له سره رغوي اودکجکي دبرېښنادپروژې دکاردځنډيدولامل يوازې امنيتي ستونزي دي .


نوموړي زياته کړل  دچين هيوادڅخه يې يوتوربين رانيولي اوپه کندهارکې موجوددي .
اسماعيل خان زياته کړل چې دم ګړي دکجکي تربندپوري دسړک دډامبرېدوکارونه روان دي خوبيايې هم دکجکي دبرېښنادسيستم روغول اونوي توربين پکې اېښودل په امنيت پوري اړوندوبلل .


داوبواوبرېښناوزيراصلاکندهارته  دخپل راتګ هدف ددهلې دبنددبياروغاوني دکارونوپېلېدل وښودل .


دبندله منځ څخه دخټوراايستل ،دکانالونوپاکول اودبندددېوال پنځلس متره لوړول هغه مهم کارونه دي چې ددهلي پربندپه بيل سي .


داوبواوبرېښناوزيراسماعيل خان زاياته  کړل چې ددهلي بندپه افغانستان کې دهرات دسلماداوبوله بندڅخه وروسته دوهم بنددي دروغاونې کارونه يې پيلېږي .


ددهلې دبندپه رغاونه سره به دژړي ،پنجوايې ارغنداب اوشاه ولي کوټ په زرګونوجرېبه کرهڼيزه ځمکه اوبه سي .
دنوموړي وزير په خبره چې ددهلې دبندپه سرکې ديوه بل بنددجوړولوپرکارهم لمړني تحقيقات روان دي ترڅودهغه بندپه جوړېدوسره دواورواوباراني اوبودبېځايه تګ مخه ونيول سي .


دکندهاردبرېښنادستونزي حل دکندهارښاريانوترټولوستره هيله ده چې دبرېښناله وزارت څخه يې لري .
دکندهارگڼوملي تجارانو،قومي مشرانواودولايتي شوراغړوله نوموړي وزيرسره په خبروکې بياهم دکندهاردبرېښنادستونزوپرحل ټينګاروکړ.
دکندهارمرستيال والي ډاکترغلام جيلاني همايون هم طمع وښودل چې داوبواوبرېښناوزيربه کندهارته په خپل بياراتک سره دبرېښناپه ډګرکې پرتې ستونزي هواري کړي .


له کله چې اسماعيل خان داوبواوبرېښنادوزيرپه توګه ټاکل سوي دايې لمړني سفردي چې کندهارته يې کوي .


نوموړي چې کله ددهلې په بندکې له خبريالانوسره خبري کولې له څهرې څخه يې ښکارېدل چې دکندهارله سفرڅخه راضي دي اوپه راتلونکې کې به هم راسي .


داوبواوبرېښناوزيردکندهارپه اړه په کابل کې درسنيوهغه راپورونه چې کندهاريې په ټولېزه توګه يوناامنه  ولايت معرفي کړي ردکړي .


داوبواوبرېښناوزيرپداسي حال کې کندهارته رالي چې  هره ورځ له رسنيوڅخه دښاريانودبرېښنادستونزپه اړه راپورونه خپرېږي .
ددوي ترټولوستره نيوکه پردولت دهمدې برېښنادستونزودنه حل په خاطري .
له دې سره سره ملي پانګه وال لاله مخکې وايې چې دبرېښناپه نه شتون کې په کندهارکې په ميليونونوامريکايې ډالره پانګه اچونه له ځنډسره مخ ده .


خودبرېښناوزېرډاډڅرګندکړچې دکندهاردبرېښنادستونزوپه حل کې به رغنده ګامونه اوچت کړي په وينايې چې دپخپله ولسمشردوزيرانوپه غونډه کې ددغې ستونزدحل لپاره څوواري يادونه کړېده .