محمد جان فنا
پاى د ژمى د بهار د ژوند اغاز يم
ترانه د مرګ او ژوند نشيب فراز يم
چه راوړى مې پيغام د نوى کال دى
نو قاصد د نوى ژوند او نوى راز يم
د نبات او د انسان حيوان په غوږ کښې
پوه کومه د ژوند ساغيبى اواز يم
مړواې ځمکې ته چه نغښتې ده کفن کښې
غږوم د ژوند رباب ماهر شهباز يم
سارې ګه مه په ده نى مې اسمانونه
د اوو پردو عجب زير و بم ساز يم
زه غږېږم د (فنا) د زړه پردو کښې
ما د زړه په غوږو واوره چه اعجاز يم