د سولي مشورتي جرګه وايي، چي دغې جرګې ته د طالبانو د رابللو په بدل کي هغوی ته د امنيتي ضمانت پر برابرولو غور کوي.
د سولي مشورتي جرګې سمبالونکي وايي، چي تراوسه ئې طالبانو ته په جرګه کي د ګډون بلنه نه ده ورکړې، خو دوی اوس پر دې کار کوي چي په ممکنه صورت کي هغوی ته څه ډول امنيتي تضمين برابر کړي.
د چارواکو په خبره، په دغه جرګه کي به د ګډونوالو نوملړ په راتولونکو دوو يا دريو ورځو کي اعلان سي.
خو طالبانو دا جرګه تش په نوم جرګه بللې او ويلي ئې دي چي افغان دولت غواړي د همدې جرګې له لاري د امريکايي اشغال لپاره مشروعيت پيدا کړي.
طالبانو نن په خپره سوې اعلاميه کي ويلي، چي دا ډول جرګې د افغان غمېزي د حلولو لباره ګټوري نه دي
د سولي په تړاو لويه جرګه چي د روان کال د ثور مياشتي پر ۹ نېټه په کابل کي دائرېږي،يوه اونۍ به دوام ومومي او د افغانستان د ټولو ولايتونو د بېلابېلو ګوندونو، ډلو، ټولنو او ولسي استازو ته پکي د ګډون بلنه ورکول سوې ده.
د سولي مشورتي جرګې د سمبالونکو مسؤولينو په خبره، په دغه جرګه کي به د ټول هيواد څخه شاوخوا ۲۵۰۰ استازي ګډون وکړي.
د چارواکو په خبره، په دغه جرګه کي چي ۳۰ سلنه ګډونوال به ئې ښځينه غړي وي هيڅ يو ګډونوال به تر ۲۳ کلونو کښته عمر ونه لري.
تر دا مهاله د هيواد په ګوټ ګوټ کي دغي جرګې ته د خپلو استازو د لېږلو ټاکني رواني دي.
تمه ده چي په راتلونکو دوو يا دريو ورځو کي به ټاکني پای ته ورسېږی او د ګډونوالو ليست به خپور سي.