
تېره ورځ د پښتونخوا په پېښور کي د سختو بارانونو له امله شاوخوا ۶ تنه وژل سوي او تر پنځوسو زيات نور ژوبل دي.
پرون ماځيګر په پېښور، صوابۍ، مردان، کوهاټ او ورڅېرمه نورو سيمو کي د شديدو اورښتونو له امله زيات سيلابونه راغلل، چي د ځاني زيان ترڅنګ ئې ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.
په دغه سيلابونو کي چي کورونه ئې هم نړولي او وني ئې له بېخه ايستلي دي، شا وخوا ۶ تنو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر پنځوس زيات کسان پکي ژوبل سوي دي.
همداراز په سيمه کي اورښتنونو زراعتي فارمونو او کښتونو ته هم زيان اړولی دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه