ليکنه: محمد اکبر پيمان
په بیړنیو حالاتو کي د لمړیتوبونو (Priorities) ټاکل ډیر مهم دي او حیاتي ارزښت لري. ښه مدیر (Manager ) پوهیږي چه کوم کار باید لمړي ترسره شي او کوم يي باید دوهم ځاي ونیسي. فرصتونه او چانسونه (Chances and Opportunities ) کله کله سړي ته په لاس ورځي او کله کله بیا دا چانسونه او فرصتونه بیخي د طلا غوندي وي خو د استفادي وخت يي محدود وي. ښه مدیر همدي ډول فرصتونو ته ګوري هغوي ته لمړیتوب ورکوي او ورڅخه ګټه اخلي.
بیا دي د اداري او مدیریت لکچر شروع کړي خو نه پوهیږم چه خپله یې زده کوي اوکه يي ماته را ښیې. خو دا د لمړیتوبونو د ټاکلو موضوع مي دي ډیر خوښه شوه او ته پوهیږي چه د پلان ډیر مهمه برخه چه ټول ژوند ورباندي ولاړ دي همدا لمړیتوبونه دي. هغه خلک چه پلان لري او خپل ځانته لمړیتوبونه ټاکي د ژوند په ډیرساحو کي بریالي دي. دا کسان پوهیږي چه کوم کار ډیر مهم دي او کوم باید له نور کارونو مخکي وکړم. دا کسان خپله دنده خپل فرض ګڼي او په ښه ایمانداري يې تر سره کوي، خپل کار ته ژمن وي له نوروسره هم مرسته کوي او د هر څه له پاره وخت ځانګړي کوي. دفتر (رسمي که غیررسمي کار وي) وخت ورکوي، کورني ته وخت ورکوي او بلاخره خپل ځانته وخت ورکوي ( سپورت کوي، تفریح ته ځي ، دوستان او خپلوان ویني او د خپلي روغتیا ښه خیال ساتي). دا کامیابه کسان نه جادوګر دي او نه هم پیریان بلکه زما او ستا په شان عادي انسانان دي چه خپل وخت يي په منظم ډول تنظیم کړي دي او ښه ژمنتیا لري.
په اوس وخت کي بیړڼي (عاجلي ) پیښي ډیر کیږي، چاودني وي، ځانمرګي وي، بمبار وي او د ډیر خلکو ژوند ورڅخه اخلي، ډیر ژوبلوي او ډیرو نورو ته مالي زیانونه رسوي. په داسي حالاتو کي هم د لمړیتوبونو ټاکل د ډیر خلکو د ژوند د ژغورلوسبب کیږي.
هغه څنګه؟
ته پوهیږي کله چه روغتون ته په بیړنیو حالاتو کي مړه او ژوبل کسان راوړل کیږي نو ښه سمبال (مجهز) روغتونونه د لمړیتوبونو د ټاکلو یوه ځانګړي څانګه (Triage Section) لري. ددي څانګي مسولیت دادي چه ټول هغه کسان ( مړي او ټيیان) چه روغتون ته راوړل کیږي طبقه بندي کړي. هغه کسان چه مړه دي له هغوسره کار نه لري او یویي خواته يي ایږدي، تر ټولو لمړي هغه ټپیان چه وینه ضایع کوي او لوي رګونه يي پري (غوڅ) وي عملیاتخاني (Operation theater) ته وړي، تنفسي لاره يي خلاصوي، وینه تویدنه يي دروي معایات او او وینه ورکوي. په دوهم کتګوري کي هغه مریضان چه لاس او پښه يي بیځایه یا مات وي خو وینه يي له بدن څخه نه بهیږي تداوي کیږي او په دریمه کتګوري کي هغه ناروغان چه لږ خوږ وي تداوي کیږي او په دي ډول د مړيني کچه را ټیټیږي.
که موږ د ژوند په ټولو چارو کي همداسي لمړيتوبونه وټاکو او د خپلو لمړیتوبونو سره سم عمل وکړو نو ژوند به دیر ښه روان وي. تیر ورځ مي په موټر کي رادیو اوریدله. اوریدونکو له یو دیني عالم څخه مختلفي پوښتني کولي، یوه اوریدونکي تلیفون وکړ او له ملا صاحب څخه يي پوښتنه وکړه چه دا د سپرلي موټر چلوونکي چه په ګاډي کي موسیقي اوري داخبره د شریعت له نظره څنګه ده؟ اوبل دا چه په موټر کي ناست سپرلي په دي ګنا کي شریک دي که نه؟ ملا صاحب سمدلاسه ځواب ورکړ چه موسیقي حرامه ده او داکسان چه په ګاډي کي ناست دي او موسيقي اوري هم ګناکار دي ځکه دوي باید موټرچلوونکي د موسیقي له اوریدلو څخه منع کړي.
ماته دا پوښتنه پیدا شوه چه په دین کي چه زموږ د ژوند په ټولو چارو کي دخیل دي ولي لمړیتوبونه نه دي ټاکل شوي؟
څنګه نه دي ټاکل شوي داسي خبری مه کوه چه کافر کیږي، په دین کي هر څه شته او هر لمړیتوب ټاکل شویدي. ته نو څنګه وايي چه لمړیتوبونه نه دي ټاکل شوي. هغه څه ډیر ضرور دي هغه په فرضو کي راځي او که هغه عمل منع وي نو په حرامو کي راځي چه دا دواړه د دین لمړیتوبونه دي. وروسته په همدي ترتیب واجب او مکرويي تحریمه وروسته سنت او مستحب راخي نو دا ټول چه لمړیتوبونه نه دي نو څه دي؟
ستونځه همدلته ده چه خلک دي لمړیتوبونو ته په درنښت نه دي قایل . په اسلام کي د انسان قتل له شرک څخه وروسته تر ټولو درنه ګناه بلل شویده (وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا). په ټول قران کي د بل جرم په وړاندي دومره شدید الفاظ نه دي کارول شوي، په قاتل باندي د خداي غضب ، د خداي لعنت اودهمیشني دوزخ زیري شویدي. د کوتا طریقو او غلو په وړاندي هم په قرانکریم کي له ډیر شدت څخه کار اخستل شویدي ، اختطاف، رشوت، کیسه بوري، ظلم، زورزیاتي او ټول په شدیدو الفاظو د قرانکریم په واسطه سخت منع شویدي. غیبت د خپل مړه وورر د غوښه خوړلو سر تشبیه شویدي، سود خوړل په کعبه کي د خپلي مور سره له زنا کولو سره پرتله شویدي او داسي نور ډیر شیان شته چه ټول يي دلته نشو لیکلي.
اوس راشه زما او ستا دیني عالمان او زیاتره عام خلک په څه شي پسي ګرزي او لمړیتوبونه يي څه دي؟ ددولت له ټولو کوښښونو سره سره ټولو دیني عالمانو په یوه خوله ځانمرګي بریدونه نه دي غندلي او ځیني جهادي رهبران حتي ځيني ښه تحصیل کرده کسان هم ورته استشهادي وي. دوي ټول په خپلو ړندو سترګو ویني اوپه خپلو کڼو غوږنو يي اوري چه په دي بریدونو کي زیاتره غریب او بي ګناه کسان وژل کیږي خو بیا له خپل منافقت څخه لاس نه اخلي او چپه خوله دي.
څومره مشومان په دي ملک کي اختطاف کيږي په مقابل کي پیسي غوښتل کیږي او اکثره يي په ډیري بي رحمي سره وژل کیږي خو دیني عالمان بیا هم پټه خوله دي. په عامه رشوت اخستل کیږي، جنسي تیري کیږي، زور زیاتي کیږي ملک ورانیږي ، ښونځي سوزل کیږي خو ملا جان بیا هم پټه خوله دي او ژبه يي ګونګه ده.
خو کله چه خبره د موسیقي شي نو بیا ملا هم خپل ستوني او هم د لوډ سپیکر پردي شلوي. تاسو ولیدل چه د هیڅ ځانمرګي برید په وړاندي چا مظاهره ونه کړه خو د اریانا سعید د کانسرت په وړاندي ښه په خوند مظاهري وشوي او ټول سپین کالیان سرکونو ته راووتل او ټولي لاري يې بندي کړي اوفیسبو ک يي هم ټول په سر واخیست. کله چه نورزو را نژدي شي نو دا کسان بیا داسي الرجي ( حساسیت ) په سر واخلي چه ټول بدن يي خارشت کوي. ټوله انرژي په دي ضایع کړي چه نوروز حرام دي، د مجسو اختر دي، لمانځل يي ګناه کبیره ده، چاچه ولمانځه ښځه پري طلاقه شوه ….
خو همداملاجان اونور د بزرګ جمیل زامن بیا د ماشومانو اختطاف او وژلو ته خاندي. هغه بله ورځ دي په یاد چه په ملایانو په ملایانو ځانمرګي وکړ؟
نه چیري او کله؟
ځيني ملایان راټول شوي وو او په ورانوس هوټل کي یې د پیغمبر(ص) د زوکړي ورځ یي لمانځله، ځانمرګي ورباندي راغي او لمانځنه يي په غم ور واړوله. په لسګونو انسانان يي په وینو کي ورغړول، ډیر کسان يي یتمان کړل او د ډیرو کورونو سرپنا يي ورڅخه واخسته. دا ولي ځکه چه دزیږون د ورځي لمانځل حرام دي؟ ښه نو چه Birthday لمانځل حرام دي د دمره انسانانو وژل حرام نه دي؟
نوروز حرام دي، د زوکړي ورځ لمانځل حرام دي، شعر حرام دي، موسقي حرامه ده دا هغه شیان دي چه په قران کي يي د حرمت هيڅ دلیل نه دي رواړل شوي خو هغه شیان چه قران مطلقا حرام بللی دي او په حرمت کي صریح ایاتونه شته، هیڅوک يي په وړاندي ږغ نه پورته کوي چه داکارونه بیا د اورانوس د هوټل غوندي پیښي اونورو وژونو او ځورونو ته لاره اواروي.
تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چه دین خو لمړیتوبونه ټاکلي دي فرض، واجب، سنت او مستحب يي ښه واضح کړي دي د ټولو حرامو په شیانو په اړه هم ښه وضاحت موجود دي نو دي ملایانو او د بزرګ جمیل زامنو بیا دا نور لمړیتوبونه له کومه کړل؟ دوي په دین کي بل دین جوړ کړي دي هغه دين چه ددوي خپله ګټه پکښي نغښتي وي نور که له قران او حدیث سره سر خوري او که نه، دوي پکي نه دي.
راشه یوه بله کیسه به درته وکړم. زه ماشوم وم او په جومات کي مي له ملا نه سبق وایه (تفسیر جلالین)، د جماعت ملا ته خلکو د خپلو پټیو د حاصلاتو ذکات اوعشر ( لسمه برخه) ورکاوه او ملا جان خلکو ته لمونځ ورکاوه ښه بزنیس روان هم ملا او هم مقتدیان خوشحاله وو. ما خپل پلار او نور مشرانو ته وویل چه دا کار غلط دي عشر و ذکات خپل مستحقین لري او تاسو نه شي کولاي چه د لمانځه په مقابل کي ذکات ورکړي خو ټولو ښه ورټلم او ښه يي راپوري وخندل چه ته اوس په دین کي نوي شیان پیداکوي. دا کارخو موږ له نسلونو کوو اوهیڅ ملا نه دي ویلي چه داکار غلط دي ته بیا له کومه دومره پوهه شوي؟
ما ورته وویل سمه ده ادامه ورکړي. لس کاله وروسته چه بیا کلي ته ورغلم خلکو نور ملا ته ذکات نه ورکاوه بلکه ملاته يي معاش ورکاوه خو اوس سوال دلته دي چه دي ملایانو چه له نسلونو راهیسي دا ذکات د لمانځه په مقابل کي اخسته، په دي نه پوهیدل چه دا کار جایز نه دي. ښه پوهیدل خو نه پوهیدل لکه چه ښه پوهیږي خو نه پوهیږي.
محمد اکبر پیمان
د اپریل څلورمه کال ۲۰۱۹ کابل