محمد جان فنا
د طاووس په شان رنګين د بوډۍ ټال يم
د جمال اسمان کښى زه ښکلى هلال يم
لوړ درشل زه د ښايست د نوبهار يم
د بهار د ښکلې ناوې ښکلى هار يم
زه رنګينه ښه تابلو د طبيعت يم
يو شهکار اعلى تصوير د حقيقت يم
يا د مځکى ښکلې پيغلې ته پيزوان شم
يا د ګلو غاړ کۍ زه د اسمان شم
د لمر وړانګې زما غشې زه کمان يم
د ژړا تفسير د اوښکو ترجمان يم
د مرکز ټکى دانه محيط مې دام دى
ښکار مې زړه د مه رويانو خاص و عام دى
اتحاد او همرنګى د لمر رڼا کړم
تجزيه د باران څاڅکى او رسوا کړم
د ژړا باران چه توى د مخ په لمر شى
بوډۍ ټال د يار په وروځو کښې تر سر شى
ښاپيرۍ زېړې او شنى ياسرې او سپېنې
ما کښې ټال خورى فرشتې او نازنينې
نارنجى، تور او ابى زيړ شين او سپين يم
د (فنا) ګلابى شعر غوندې رنګين يم