نن په پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنک د مخکښ شهيد ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي په ياد ستره غونډه پېلېدونکې ده.
دا غونډه د پېښور د رينګ روډ سره په څنګ کي پر يو ډاګ روانه ده چي پکي د پښتون ژغورني غورځنګ په زرګونو پلويانو ګډون کړی دی او لا هم په جوپو جوپو خلګ د جلسې ځای ته راروان دي.
په غونډه کي په زيات شمېر ښځو هم ګډون کړی دی، چي د ځينو په لاسونو کي د خپلو لادرکه سويو دوستانو او د کورنۍ د غړو عکسونه ورسره دي.
دا لادرکه کسان هغه څوک دي چي د پاکستان استخباراتي ادارو له کورونو بېولي او لا تراوسه لادرکه دي.
ارمان لوڼی د روان کال فبرورۍ په دوهمه نېټه په لورلايي کي د پولیسو لخوا د تشدد په پېښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ، چي تر اوسه ئې د قتل مقدمه نه ده ثبت سوې.
تېره ورځ د پي ټي ايم مشر منظور پښتين، د وړانګي لوڼۍ په ګډون د شهيد ارمان لوڼي کورنۍ، مخکښ مشران محسن داوړ، علي وزير، ثنا اعجاز او ګڼ شمېر مشران پېښور ته ورسېدل.
د پښتنو په دې ستر ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو خورا تود هرکلی وسو.
د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان وايي، د پېښور د نننۍ جلسې لپاره ئې د ژوند له هري برخي سره تړاو لرونکو خلکو ته ځانګړي بلني ورکړي دي.
په رابلل سويو کسانو کي د بېلابېلو ګوندونو سیاستوال، استادان، وکیلان، د بشري حقونو فعالان او عام وګړي شامل دي.
د پي ټي ايم مشر منظور پښتین وايي، دوې میاشتي پوره کېدونکي دي خو د لورالايي پولیسو تر اوسه د ارمان لوڼي د وژنې ایف آی آر درج نه کړ، خو وایي د هغه د وژنې مقدمه اوس د پښتنو په زړونو کي درج ده.
نوموړي وويل: “د پښتون ولس دا غوښتنه ده چي له ارمان سره دې انصاف وسي، که څه هم په ریاستي سطح د ارمان ایف آی آر نه دی درج سوی، خو ریاست دي یاده لري چي د هر پښتون په زړه کي د ارمان ایف ای آر درج سوی دی، دا به ئې یو قرض پاتي وي چي کله ئې هم د عملي کولو وخت راځي بیا به ئې ریاست ادا کوي”.
د پاکستان حکومت هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ رابلل سوې غونډه لغوه کړي، خو د پي ټي ايم مشران وايي، چي هرومرو به دا غونډه ترسره کېږي.
د غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز وایي، له دوو ورځو پر ټولنیزو رسنیو د ادارو له خوا ځینې جعلي اکاونټونه جوړ سوي، چي د جلسې د کېنسلېدو خبرونه خپروي، خو دا وایي جلسه به ئې نن خاماخا کېږي.
ثنا اعجاز وايي: “جلسه د پښتنو د نسل کشۍ خلاف ده، د ارمان لپاره د انصاف ده او په دې کي پکار ده چي ټول پښتانه مېرمنې، ځوانان، بوډاګان، پېغلې، کشران او مشران ګډون وکړي او د نړۍ تر څنګ ریاست ته وښیي چي که ته زموږ ځوانان شهیدوې نو موږ ئې هم تپوس کولای سو”.
د پېښور جلسې ته پخپله د ارمان لوڼي پلار، ورور او خور وړانګه لوڼۍ هم ورغلي دي.
وړانګې لوڼۍ پر پښتنو ږغ وکړ چي په نننۍ جلسه کي له خپلو خویندو، میندو او مېرمنو سره یو ځای ګډون وکړي.
آغلې لوڼۍ وايي: “د هر چا کور ته ورغلي یو او هرې ښځې ته مو جلا جلا پیغام ورکړی دی چي جلسې ته راسئ، زه هیله لرم چي نن به هر څوک له ځان سره خپلي ښځي هم راولي، ځکه چي قامي مبارزه بې ښځو نه کېږي”.
د پي ټي ایم مشران وایي، د جلسې لپاره ئې د پېښور د سرحد پوهنتون تر څنګ د یو سړي شخصي ځای نیولی وو، خو وایي اوس ورته هغه سړي د ریاستي ادارو د فشار له امله انکار کړی ځکه نو جلسه پر سړک باندې کوي.