
د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کي په سلګونو کسانو د ولسمشر اشرف غني د حکم نه منلو پر ضد لاريون پيل کړی دی.
لاريون کونکي وايي، چي ددغه ولايت د ادارو اړوند دي د مرکزي حکومت حکم عملي سي.

لاريون کونکي وايي، چي په ياد ولايت کي دولتي ادارې د يوې خاصي کړۍ تر کنټرول لاندي دي او خپل نفوذي کسان ئې پکي ګومارلي دي، چي د مرکزي دولت حکم ئې ترپښو لاندي کړی دی.
څو ورځي وړاندي د ولسمشر اشرف غني په حکم د ياد ولايت لپارتوی امنيه قومندان عبدالرقيب مبارز وټاکل سو، چي د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ورسره سخت مخالف وکړ.
د عبدالرقيب مبارز د دندي پيلوو په ورځ په مزار شريف ښار کي د عطا نور ملېشو د حکومتي ځواکونو سره نښته وکړل، چي ګڼ شمير وسلوال افغان دولت ونيول او امنيه قومندان مبارز په هماغه ورځ معرفي سو او خپله دنده ئې پيل کړه
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه