ماشوم ته په ( نه) سره قناعت ورکول څه سخت کار دی، په ځانګړې توګه هغه ماشومانو ته چي وړوکي وي او په وارو وارو د يوشي غوښتنه کوي. او که دا ماشومان څه ناڅه ضدي هم وي بيا ئې قانع کول ډېر سخت دي.
خو کېدای سي چي د لاندينو خبرو په عملي کولو سره ماشوم ته څه ناڅه قناعت ورکړل سي:
لومړی: بايد هڅه وسي چي ماشوم پر خپل ځان بسيا وروزل سي، په دې مانا داسي روزنه ورکړل سي چي ماشوم وکولای سي خپلي غوښتني ترډېره په خپله پوره کړي، بل چا ته ئې اړتيا پيدا نه سي.
دوهم: ماشوم بايد وهڅول سي چي ځيني پرېکړي خپله وکړي، ددې پر ځای چي بل څوک دده لپاره يوه پرېکړه کوي دی په خپله فيصله وکړي، دا ددې لپاره چي ماشوم په وړوکوالي کي هم د خپل مسؤوليت پېژندلو سره اشنا سي.
دريم: کله چي ماشوم ښه کار ترسره کړي بايد انعام ورکول سي، مهمه نه ده چي پيسې، د خوراک شی او يا هم د ساعت تېرولو توکي ورکول سي، ښه وينا، د منني الفاظ او د خبرو له لاري تشويقول هم کافي دي، په همدې سره ماشوم د نورو غوره کارونو سره ليوالتيا پيدا کوي او هڅه کوي چي لا ښه کارونه وکړي او په دا کار د ماشومانو سره ددې مرسته کوي چي وپوهېږي چي کنټرول او واک تر ډېره د مور او پلار سره دی.
څلورم: مور او پلار بايد ماشومانو ته ثابته کړي چي د مرستي او ملاتړ لپاره همدوی د ماشوم په درد خوري او دوی دا وړتيا لري چي د ماشوم غوښتني ورپوره کړي. ماشوم بايد په دې وپوهول سي چي د ستونزي او اړتيا په وخت کي خپل مور او پلار ته مراجعه وکړي.
پنځم: ماشوم بايد وهڅول سي او دده وړتياوي ورپه ګوته سي، ماشوم بايد وپوهول سي چي د خپلو هيلو د پوره کولو لپاره دی خپله هڅي وکړي او دا بايد ورته په وارو وارو وښودل سي چي په ژوند کي دي د خپلو هيلو د ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي کوي، ترڅو خپلو موخو ته خپله ورسېږي.