په پنجاب کي د بلوچستان پولي ته څېرمه په بارکان سيمه کي د خيبر پښتونخوا د دريو تنو مړي موندل سوي چي په ډزو وژل سوي دي.
ياد کسان د کوئټې څخه ۵۰۰ کيلومتره شمال ختيځ لوري ته د بارکان په سميه کي موندل سوي دي.
ياد کسان پر سر په ډزو ويشتل سوي دي.
ويل کېږي چي په وژل سويو کي دوه وروڼه هم دي.
تردې دمه د وژل سويو کسانو په هکله مالومات نسته، چي د کوم دليل له مخي وژل سوي دي.
پاکستاني پوځ په سيمه کي د پښتنو د وژني او ځورني زياتي پيښي ترسره کړي دي.